جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغانستان له آیرلنډ څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

افغانستان له آیرلنډ څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۱ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن ایرلنډ ته په (۱۱۸) منډو ماته ورکړه او نه یوازې دا سیالي بلکې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ یې وګټله.

افغانستان تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه هم ګټلې وه خو دوهمه سیالي د ورښت له کبله لعوه شوه.

د نننۍ مسابقې پچه آیرلنډ وګټله او لومړی یې توپ وهنه (باولینګ) وکړ.

افغان لوبغاړو د ۹ ویکټونو له لاسه ورکولو وروسته ۲۳۶ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ رحمان الله ګوربز وکړ. ده په ۵۳ توپونو ۵۱ منډې وکړې. کیپتان حشمت الله شهیدي په ۱۰۳ توپونو ۶۹، محمد نبي په ۶۲ توپونو ۴۸ او ابراهیم ځدراڼ په ۳۱ توپونو ۲۲ منډې وکړې.

خو په توپ اچونه یا باولینګ کې محمدنبي ۵ او ننګیالي خروټي ۴ لوبغاړي وسوځول.

ننګیالی خروټی او نوید ځدراڼ د آیرلنډ په وړاندې په لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې د افغانستان په لوبډله کې نه و شامل.

افغانستان دا سیالي له دې سره سره وګټله چې په شارجې لوبغالي کې د وروستیو مسابقو په لسو کې ۶ تعقیبوونکې لوبډلې ګټلې وې خو د افغانستان نني بري په دې لوبغالي کې دا شمېر مساوي کړ.

دا بری د افغانستان د لوبډلې لپاره له دې کبله زیات مهم دی چې یوازینۍ ټیستلوبه یې پر آیرلنډ بایللې وه او له بلې خوا یې پر سریلانکا د یوې ټیستلوبې په شمول ۶ سیالۍ وبایللې. دغو پر له پسئ ماتو د افغان لوبغاړو روحیه اغېزمن کړې وه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله له ایرلنډ سره ۳ شل اوره سیالۍ هم وکړي او تمه ده چې د افغانستاناو نړۍ د کرکټ نامتو ستوری راشد خان هم په شل اوره سیالیو کې ګډون وکړي.

راشدخان له شاوخوا درو میاشتو راهیسي، چې په بریتانیا کې یې د ملا جراحي عملیات کړي، په کومه سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب