شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونههرات کې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي...

هرات کې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) په هرات کې ځایي چارواکو د یوه کور د چت لوېدو له امله، د کورنۍ د ۵ غړو د مړینې خبر ورکړی.

د هرات امبولانس مسوول عبدالظاهر نورزي رسنیو ته وویل، چې دا پېښه د هرات ښار د یوولسمې ناحیې په خیراباد سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

تر دې مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د چت لوېدو د ورته پېښو او انساني زیانونو خبر ورکړل شوی و.

د افغانستان پر بېلابېلو سیمو له تېرو څو میاشتو راهیسې ورښتونه او سېلابونه زیات شوي.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې سختې وچکالۍ ځپلی، خو وروستیو ورښتونو د زیانونو تر څنګ د وچکالۍ کمولو هیله مندۍ هم پیدا کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب