شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله ملا برادر سره د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه

له ملا برادر سره د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او سیمه ییز اتصال د همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

 سرچینه زیاتوي، چې په ناسته کې د افغانستان – ازبکستان د ترانزیتي همکاریو پر زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو او اوسپنې پټلۍ پروژې د پراختیا، پانګونې او برېښنا لېږدولو په اړه هم خبرې شوې دي.

 د ملا برادر دفتر ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په نژدې راتلونکې کې، د طالبانو د سفیر منلو په اړه هم چمتووالی ښودلی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ازبکستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې له دوی سره ښې اړیکې لرلي.

ازبکستان د روان کال د فبرورۍ په درېیمه، په تاشکند کې د افغانستان سفارت د طالبانو رژیم ته وسپاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب