شنبه, مې 4, 2024
Home+لینوو روباتیک سپی جوړ کړ

لینوو روباتیک سپی جوړ کړ

تاند- د چین لینوو (Lenovo) کمپنۍ هم روباټیک سپی جوړ کړ.

دا روباتیک سپی (Daystar Bot GS) نومیږي او د نورو هیوادونو له روباتیکو سپو سره یې توپیر دا دی چې شپږ پښې لري.

لینوو وايي چې شپږ پښې د دغه سپي د مانورې وړتیا زیاتوي او په کنډ-کپر ځایونو کې ورته تګ اسانوي.

د ټکنالوژۍ اړوندې رسنۍ وايي چې (Daystar Bot GS) د ننګوونکي چاپېریال لپاره جوړ شوی او د کنټرول سیستمونه یې پرمختتلي دي.

په دې روباټ کې د درک پرمختللي الګوریتمونه د دې ښکارندوی دي چې شاوخوا چاپیریال درک کولی او د هغه مطابق عمل کولی شي.

له بلې خوا دا روباټیک سپی د لړې او دوړو په وړاندې مقاومت لري.

لینوو غواړي چې دا روبات سوداګري، صنعتي او عمومي سیکتورونو ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب