شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد امریکا استخباراتي بنسټونه: د کابل رژیم وسله وال مخالفان پياوړی مشر...

د امریکا استخباراتي بنسټونه: د کابل رژیم وسله وال مخالفان پياوړی مشر نه لري

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د امریکا یو شمېر استخباراتي بنسټونو په خپله ګډه کلنۍ ارزونه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم وسله وال مخالفان له یوه پياوړي مشر لرلو بې برخې دي.

د دې تر څنګ، په دې راپور کې د طالبانو د وسله والو مخالفانو لپاره د بهرني ملاتړ نه موجودیت هم یوه بله ستونزه ګڼل شوې ده.

سرچینه په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو په اړه وایي، چې د طالبانو د بهرنیو ملګرو د ګټو خلاف د بریدونو پر ترسره کولو تمرکز لري او غواړي په دې ډول د طالبانو د رژیم ځواکمنتیا وننګوي.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د دغه نړیوال سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو فعالیتونه دوام لري، خو دغه رژیم ته په ننګونه نه دي بدل شوي.

په دغه راپور کې د ازادۍ جبهې یادونه شوې او ویل شوي، چې دغې جبهې د طالبانو خلاف له کلیوالو سیمو څخه ښاري هغو ته خپل بریدونه غځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

بینا/اجمل پسرلی

سودا || اجمل پسرلی