دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکندهار ته د پاکستاني شارژدافیر سفر او د واکمن رژیم والي سره...

کندهار ته د پاکستاني شارژدافیر سفر او د واکمن رژیم والي سره لیدنه

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) په افغانستان کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالله نظاماني، کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رژیم والي ملا شیرین اخوند سره لیدلي.

د ملا شیرین اخوند دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« کندهار والي په پاکستان کې یې د ټاکنو ترسره کېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو په موخه هغه ته مبارکي وویله او هیله یې وښوده، ترڅو د پاکستان نوی حکومت د پاکستان او افغانستان دواړو، چې اسلامي او ګاونډي هیوادونه دي او له یو بل سره نژدې اړیکي لري؛ ګټي خوندي کړي او په راتلونکي کي یوه خوندي فضاء جوړه او د دواړو هیوادونو د پالیسو مطابق پروګرامونه تطبیق کړي.»

د طالبانو په اعلامیه کې د نظاماني له قوله ویل شوي، چې ډېر ژر به خپل هېواد ته سفر وکړي او هلته به دا او ورته نورې څرګندونې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره شریکې کړي.

طالبانو ویلي، چې په ناسته کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې شوي، خو دوی یې جزییات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو لخوا د کندهار لپاره ګومارل شوی والي ملا شیرین اخوند، د طالبانو د دفاع وزارت د سراتیژیکو اړیکو مرستیال هم دی او څه موده مخکې یې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی و.

پاکستان، بیا- بیا طالب رژیم تورن کړی چې افغان خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه سمبالیږي، خو طالب رژیم دا تورونه رد کړي.

1 COMMENT

  1. ترلیب او هیبتې ځناورو پروژه امریکا یې وو، او دا ماموریت یې پاکستاني جنرالانو او ای آیس ای ته سپارلي وو. د ترلیب پروژه او ماموریت د تقاعد مرحلې ته رسیدلي او پاکستاني جنرالان د خپل اوږده ماموریت په دغه پړاو کې د حقوقو د تر لاسه کولو په لټه کې دی. پاتې دی نه سی چې نړیوال د دغه تقاعد د حقوقو په ورکولو کې مشکل لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب