جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهغزني کې د یوې ۱۱ کلنې په لاس د یوه ۴ کلن...

غزني کې د یوې ۱۱ کلنې په لاس د یوه ۴ کلن ماشوم قتل

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) راپورونه وايي، چې د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې ۱۱ کلنې نجلۍ یو ۴ کلن ماشوم وژلی دی.

د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو د دې پېښې د تایید په ترڅ کې ویلي چې پېښه په شمشېر کلي کې شوې ده.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي چې نجلۍ دا ماشوم په ډبرو وژلی دی.

بیان زیاتوي چې د پېښې انګېزه تراوسه نه ده معلومه.

د بیان له مخې،د پېښې په تړاو تورنه ماشومه او پلار یې نیول شوي او د پلټنو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته بېول شوي دي.

په وروستیو کې له بېلابېلو سیمو د ورته جنایي پېښو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...