جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان ملي موزیم تر ۶۰ زره ډېر لرغوني اثار خوندي کړي

د افغانستان ملي موزیم تر ۶۰ زره ډېر لرغوني اثار خوندي کړي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د واکمن رژیم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وايي، د افغانستان ملي موزیم تر ۶۰ زره ډېر لرغوني اثار لري چې دا د سیمې یو تر ټولو بډای او مهم موزیم دی.

عزیزي د کلتوري میراثونو د خوندیتوب د ورځې په مناسبت غونډې ته وویل، د افغانستان په ملي موزیم کې تر ۶۰ زره ډېر تاریخي او لرغوني اثار ساتل کېږي.

د عزیزي په وینا د افغانستان ملي موزیم د سیمې تر ټولو تاریخي موزیم دی.

عزیزي د افغانستان لرغوني اثار مهم او په نړۍ کې بې ساري ویلل.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر زیاته کړه چې د افغانستان په هره ګوښه کې یو تاریخي اثر شته.

تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي و چې په افغانستان کې د لرغونو اثارو نژدې ۵ زره ځایونه ثبت شوي او که کره او لا دقیقه پلټنه وشي، دا ځایونه ښايي د ۱۵ او ۲۰ زره ځایونو ترمنځ وي.

د کلتوري میراثونو د خوندیتوب د ورځې په مناسبت غونډې ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتي چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وویل چې هیڅوک نه پریږدي چې د افغانستان لرغوني اثار قاچاق کړي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسي ورځ وکړې چې ۲۳ کاله پخوا په دې همدې ورځ یې په بامیان کې د بودا دوه زره کلنې تاریخي مجسمې ویجاړې کړې.

طالبانو په تېره دوره کې د ملي موزیم ګڼ شمېر اثار هم ویجاړ کړل.

یونسکو او نړیوالو پولیسو (انترپول) له ۲۰۰۷ کال وروسته د ملي موزیم تر ۸ زره ډېر اثار، چې د طالبانو په تېره دوره او همداراز د مجاهدینو د واکمنۍ په دوره کې لوټ شوي وو، په بهرنیو هیوادونو کې وموندل او افغانستان ته یې وسپارل.

پر دې سربېره د بریتانیا حکومت په ۲۰۱۲ کې د افغانستان د ملي موزیم ۸۴۳ اثار، چې له قاچاقبرو څخه یې نیولي وو، افغانستان ته راوګرځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب