شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهازبکستان ته د کابل د حج او اوقافو د وزیر په مشرۍ...

ازبکستان ته د کابل د حج او اوقافو د وزیر په مشرۍ د یو شمېر ملایانو سفر

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) د طالبانو د رژیم د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شېخ نور محمد ثاقب د دغه وزارت د یو شمېر چارواکو او نورو طالب ملایانو د یوه پلاوي په مشرۍ  ازبېکستان ته ولاړ.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ دغه لس کسیز پلاوی د ازبېکستاني دیني عالم او د دغه هېواد د مسلمانانو ادارې د مشر، مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه تللی دی.

په پام کې ده چې په دغه سفر کې به د طالبانو دغه پلاوی د ازبېکستان د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني مرکزونو د لیدنې سربېره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسؤلینو سره په بیلابیلو مسایلو خبرې وکړي.

دا طالب وزیر داسې مهال ازبکستان ته په سفر ځي، چې تېره اوونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې ولیدل.

هغه د دې سفر پر مهال، طالب چارواکو ته وویل چې په خپل هېواد کې به ژر د طالبانو سفیر ومني.

ازبکستان د سیمې له تر ټولو مخکښو هغو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې د دوی رژیم سره په اقتصادي او نورو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي او له ښو متحدینو یې ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. غلیسی امریکا ​باالاخیره علنی اعتراف وکړ چی امریکا به وروسته لدی هر ډول مادی کومکونه قادیانی چړیانو ته نور ورنکړی ، ولی غلیسه امریکا پر خپلو ډالرو تربیه شوو قادیانیو چړیانو باندیداسی بدګمانه شوی دی ؟

    اول : پنجابی پاکستان د غلیسی امریکا څخه بی حده زیات ډالر تر لاسه کړی او کوی اما بیا دوه مخه پنجابیان د چین سره د ډیر پخوا څخه نیږدی اړیکی لری او د چین په واسطه اوس د روسیی سره هم اړیکی رامینځ ته شوی دی .

    دوم : د قادیانیو چړیانو سره خلقی پرچمی کمونیستان او ماؤیستی کمونیستان ګډ شوی دی او د قادیانیو چړیانو په شان ئی اوږدی ږیری پری ایښی دی او مسلسل الحمدالله زمزمه کوی .

    دریم : قادیانی چړیانو په ابتدا کښی د غلیسی امریکا تر پلان لاندی د روس او چین سره دمحدودواړیکیو اجازه درلوده اما اوس غلیسه امریکا پوه شوه چی قادیانیو چړیان خپل سره شوی دی یعنی د غلیسی امریکا تر کنترول وتلی دی نو

    ځکه اوس غلیسی امریکا داسی د نا امیدی چیغی شروع کړی دی !!!!

    دا هم باید ذکر شی چی د افغان ویب سایتونو کښی کمونیستان بی حده زیات فعال شوی دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب