Homeخبرونهننګرهار کې خپلمنځي شخړه او د ۶ تنو مرګ ژوبله

ننګرهار کې خپلمنځي شخړه او د ۶ تنو مرګ ژوبله

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) په ننګرهار ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله د ۶ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژیم یوه ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلي رسنیو ته ویلي چې د دره نور ولسوالۍ په املي کلي کې پرون ناوخته د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې ده، چې له کبله يې د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون دوه تنه  نور ټپیان شوي دي او د بلې کورنۍ يو تن زخمي شوی دی.

زابلي زیاته کړه، چې له پېښې سره سم د دوی منسوبينو سيمې ته  ځان رسولی او ټپیان يې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

 هغه همدارنګه ویلي چې امنيتي منسوبينو يو تن قاتل په زخمي حالت کې نيولی او پاتې کسان له سيمې تښتيدلي، چې د نيولو په موخه يې هڅې روانې دي.

د ځمکو پر سر شخړې، په افغانستان کې له عامو ستونزو څخه دي، خو په وروستیو کې یې طالب چارواکي د کمېدو او حل و فصل خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...