شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد نجونو د مدرسو زیاتوالی؛ په دې مانا چې ښوونځي یې نه...

د نجونو د مدرسو زیاتوالی؛ په دې مانا چې ښوونځي یې نه پرانیزي

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) په افغانستان کې د طالبانو د مدرسو له زیاتیدو سره، چې نجونو ته هم پکې د ښوونځیو جوړول شامل دي؛ د واکمن رژیم لخوا د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کیدو وړاندوېنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم یوه واکمن امریکا غږ ته ویلي، چې مدرسې او ښوونځي کوم توپیر نه لري.

هغه وړاندې وویل: “که هدف له تعلیم څخه وي نو په مدرسو کې هم په هغه اندازه ترلاسه کېدای شي څومره چې په ښوونځیو کې کېږي.”

له دې څرګندونو د امریکا غږ رسنۍ شننه دا ده، چې طالب چارواکي په داسې توجیهاتو یو مخ د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو د مخ اړولو په هڅه کې دي.

په داسې حال کې چې د نجونو ښوونځي د دوو کالو راهیسې تړل شوي دي، ملګروملتونو په افغانستان کې د مدرسو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکړی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې تر ۷۰۰۰ زیاتو راجستر شویو مدرسو خبر ورکړی چې ۳۸۰ یې جونو ته ځانګړې شوې دي.

طالب چارواکو دا تایید کړې ده چې په دغو دیني مدرسو کې د ښځو په عمر باندې کوم محدودیت نشته.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په هره ولسوالۍ کې د یوې لویې مدرسې چې هغه « جهادي مدرسه» بللې، د جوړولو امر کړی.

ځینې نور راپورونه ښيي، چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې له عصري زده کړو څخه نهیلې شوې نجونې طالب مدرسو ته په ورتګ مجبورې شوې دي.

د دغو مدرسو د نصاب په اړه اندېښنې زیاتې دي، ځکه طالبانو په خپلو مدرسو کې مخکې هم افراطي افکار ترویجول او ځوانان یې ځانمرګو بریدونو او نورو توندو کړنو ته هڅول.

اوس وېره دا ده، چې د نجونو د مدرسو له زیاتوالي سره به دغه افراطي افکار د نجونو ذهنونو ته هم واچول شي، چې د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره به د افراطیانو د زیاتوالي له امله خطرناک تمام شي.

د طالبانو یو شمېر چارواکو تل د مدرسې او مکتب د فاصلې ختمولو د هڅو ادعاوې کړي.

د دوی منتقدان باور لري، چې طالبان په داسې خبرو یو مخ مکتبونه په مدرسو کې مدغمول غواړي او له عصري زده کړو سره خپل حساسیت په ډاګه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب