جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ملا متقي...

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ملا متقي ټلیفوني خبرې

تاند (شنبه، د حوت ۲۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ملا متقي مطبوعاتي دفتر په دوو اعلامیو کې ویلي: مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره تلیفوني خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ملا متقي لومړی ښاغلي محمد اسحق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حیث د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله یې وښوده چې د نوموړي ټاکنه به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري.

متقي وویل: چې سیمه ورځ تر بلې خپل مثبت تعاملات زیاتوي او د سیمې په کچه د سترو زیربنایي پروژو عملي چاري په پیلیدو دي او د پاکستان د رغنده برخې اخیستلو په تمه یو.

متقي، دغه راز ډار ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه.
ښاغلي اسحق ډار له متقي صاحب څخه مننه وکړه او هوډ یې څرګند کړ چې د خپل ماموریت په موده کې به د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.
په پای کې دواړو لوریو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، مریضانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب