جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهڅو لنډ خبرونه

څو لنډ خبرونه

تاند (شنبه، د حوت ۲۶ مه) د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د کاري مودې د اوږدېدو هرکلی وکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په داسي حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی، د بشري حقونو د څارنې لپاره د یوناما ماموریت مهم دی.

 ———————

پرون په کابل کې له طب پوهنځي د فراغت ازموینه واخیستل شوه خو له نجونو محصلانو څخه یو وار بیا ازموینه ونه خیستل شوه.

دا درېیم کال دی چې د طب پوهنځي له نجونو محصلانو څخه د فراغت ازموینه نه اخیستل کېږي.

د ازموینې مسوولان وايي چې له شاوخوا ۴ زره نارینه محصلانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

——————–

په وزیرستان کې امنیتي مسوولان وايي چې د وسله والو له لوري په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز د برید له کبله لږترلږه ۷ پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

پوځي چارواکي وايي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې وسله والو لومړی له چاودېدونکو موادو ډک موټر پر پوځي مرکز ورووست او بیا یې ډزې پیل کړې.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د دواړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده.

د ټي ټي پي د حافظ ګل بهادر څانګې د دې برید مسوولیت منلی دی. ځو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې یوې نوې وسله والې ډلې، چې ځان جېش فرسان محمد بولي، د برید مکسوولیت منلی دی.

 ——————-

د طالبانو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه وايي چې د دوی له لوري ګومارل شوي پوځي اتشې په مسکو کې کار پیل کړ.

یاسر کندوزي لومړنی پوځي اتشې دی چې د طالبانو حکومت له واک ته رسیدو وروسته په یوه بل هیواد کې ګومارلی دی.

 ——————–

د اسراییل سختدریځی صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي چې پر رفح د یرغل پلانونه یې تایید کړي دي.

په دې فلسطیني ښار کې د غزې نورو سیمو ۱۳ لکه اوسیدونکو پناه اخیستې ده.

نتانیاهو ویلي چې پوځ یې له رفح څخه د یو نیم میلیون ملکیانو ایستلو ته تیاري نیسي.

اسراییل د امریکا او خپلو ځینو نورو متحدانو له مخالفت سره سره پر رفح یرغل ته تیاري نیسي. اسراییلي ځواکونو تراوسه پر غزې د یرغل له پیله تر ۳۱ زره ډیر فلسطینیان وژلي دي.

——————-

په جینیوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وايي، د نړۍ ۴۰ هیوادونو هغه اعلامیه تایید کړه چې د افغان ښځو د ملاتړ په اړه د ده دفتر چمتو کړې وه.

په اعلامیه کې له ط البانو سره په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د بشپړې محاسبې پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د جرمني، فرانسې، استرالیا او بلجیم په شمول ۴۰ هیوادونو د دې اعلامیې ملاتړ کړی دی.

د ط البانو له واک ته رسیدو وروسته افغان ښځې د تعلیم او کار په شان له خورا ابتدايی حقونو بې برخې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب