جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان خبریالانو ملي ورځ؛ وضعیت یې څنګه دی؟

د افغان خبریالانو ملي ورځ؛ وضعیت یې څنګه دی؟

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) نن د حوت ۲۷ مه، په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ نومول شوې ده.

دا ورځ، د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د خبریالانو د مدافع بنسټونو له لوري د خبریالانو په نوم نومول شوې وه، چې د جمهوري نظام چارواکو هم تایید کړې او په رسمي کلیزه کې شامل کړې وه.

سږ کال دا ورځ داسې مهال نمانځل کیږي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره زرګونه افغان خبریالان د دوی په وینا، د طالبانو لخوا د بیان ازادۍ د زندي کولو او د ګڼو خبریالانو د بندي کولو، شکنجه کولو او پر رسنیو د پراخو قیوداتو له امله د هېواد او دندو پرېښودو ته اړ شوي او ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بېلابېلو رسنیزو بنسټونو د ارقامو له مخې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د افغانستان تر نیمایي تلویزونونه او راډیو ګانې، تقریباً ټولې ورځپاڼې او چاپي خپرونې یا له فعالیته لوېدلي او یا د طالبانو د رژیم د بندیزونو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو رژیم، پر ګڼو انلاین رسنیو او له هغې ډلې پر تاند وېب پاڼې چې د نژدې شل کلن ازاد او بې پرې فعالیت سابقه لري، په افغانستان کې بندیز لګولی او په دې اړه یې هیڅ ډول وضاحت هم نه دی ورکړی.

د طالبانو دا کړنې او له خبریالانو سره پرله پسې ناوړه چلند یې، بیا- بیا د نړیوالو رسنیزو بنسټونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

طالب چارواکي او ویاندویان دا نیوکې او خبریالانو او رسنیو سره ناوړه چلند نه مني او نن یې ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له خبریالانو غوښتي، چې د دوی په باور له ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم فعالیت وکړي.

د طالبانو منتقدان بیا باور لري، چې طالب رژیم ته هر هغه څه چې د دوی په ګټه نه وي، د ملي او اسلامي ارزښتونو او اصولو مخالفت ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب