یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههېواد ته له یوه کال راهیسې د څه باندې ۱ نیم میلیون...

هېواد ته له یوه کال راهیسې د څه باندې ۱ نیم میلیون کډوالو را ستنېدل

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند ویلي، چې له یوه کال راهیسې څه باندې ۱ نیم میلیون افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې ډېری دغه کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه راستانه شوي دي.

هغه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې له دغو کډوالو یې څومره په خپله خوښه او څومره په زوره له کوربه هېوادونو ایستل شوي دي.

راپورونه څرګندوي، چې له دغو کډوالو څخه تر ټولو ډېر یې له پاکستان او ایران څخه په زوره شړل شوي.

له ترکیې او نورو هېوادونو هم وخت پر وخت د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند او په زوره یې د شړلو راپورونه خپریږي.

په افغانستان کې د طالبانو پر واکمن رژیم له دې اړخه نیوکې دي، چې د دغو کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره کومه ممکنه هڅه نه کوي.

داسې ادعاوې هم شته، چې هېواد ته د ستنیدونکو کسانو د لوړ شمېر ښودلو لپاره طالب چارواکي د کډوالو کوربه  هېوادونو سره د پردې تر شا توافقات لري.

طالب چارواکو دا ادعاوې تایید کړې نه دي، خو د کډوالو د ایستو په تړاو اعتراضونه  یې کمرنګه ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب