سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د اروپا او نړۍ ۱۰ مهم اقتصادي مرکزونه

د اروپا او نړۍ ۱۰ مهم اقتصادي مرکزونه

تاند – په اروپا کې د لسو تر ټولو سترو مالي مرکزونو په تازه لیست کې لندن لومړی، جینیوا دوهم او فرانکفورت درېیم شوی دی. فرانکوفورت نه یوازې په اروپا کې له پاریس څخه درېیم ځای نیولی، په نړۍ کې له ۱۷ څخه ۱۴ ته راغلی دی. ورپسې په تر تیب دا ښارونه دي: پاریس، لوګزامبورګ، زوریخ، امستردام، ډبلین، مونشن، کوپنهاګن.

جالبه دا ده چې د اروپا په لسو سترو اقتصادي مرکزونو کې د سویس په شان د کوچني هیواد دوه ښارونه شامل دي.

له لسمه وروسته د اروپا دا ښارونه ستر اقتصادي مرکزونه بلل شوي دي:

 ادنبرا، ستوکهلم، سلو او میلان، شتوتګارت، ، لوګانو (سویس)، مادرید، هامبورګ، هیلسنکي، جیرسي، بروکسیل او روم.

د نړۍ ۱۰ مهم اقتصادي مرکزونه

 په نړۍ کې بیا تر ټولو ستر اقتصادي مرکز نیویارک ښار دی. له نیویارکه وروسته لندن، سینګاپور، هانګ کانګ، سانفرانسیسکو، لاس انجلس، شانګهای، واشنګټن ډي سي، شیکاګو او جینیوا دي.

په یادو لسو ښارونو کې ۵ یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب