Homeخبرونهمولوي کبیر د چین سفیر ته؛ اقتصادي تجربې مو راسره شریکې کړئ

مولوي کبیر د چین سفیر ته؛ اقتصادي تجربې مو راسره شریکې کړئ

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړې.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې شینګ زیاته کړه،چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي؛ مګر په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی چې باید د افغانستان له اوسني رژیم سره تعامل وشي.

نوموړي دا هم وویل، چې چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په شمول په ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه، د جلغوزو د پروسس او صادراتو په برخه کې  د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو برخو کې  هم  دخپلې  پانګونې له پایلو خوښ دي .

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړه، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ شوی او ډاډ یې ورکړ، چې چینايي پانګوال په افغانستان کې په ګڼو نورو پروژو کې پانګونې ته لېواله دي.

 مولوي عبدالکبیر د دوحې او په نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین له دریځ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د دوی رژیم له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

نوموړي د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

دغه طالب مقام، دغه راز د افغانستان د بنسټونو، لویو لارو، رېل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، دوی هیله لري چې د شانګهای په راتلونکیو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او په دې کنفرانس کې د ناظر غړي په توګه خپل حضور ولري.

هغه له چین څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې چین دې د اقتصادي ځواک په توګه خپل تجارب د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...