شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د خبریالانو په وړاندې بېباوري څنګه ختمه کړو؟| صادق رښتینی

د خبریالانو په وړاندې بېباوري څنګه ختمه کړو؟| صادق رښتینی

په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په پلمه

په نړۍ کې رسنۍ یو مهم ځواک دی، چې د هېوادونو سیاسي برخلیک ټاکي، خو که مسلکي چلند ونه شي، رسنۍ او خبریالان یوې ټولنې او سیاسي فضا ته سخت زیان اړوي. نن سبا نړۍ هغه پخوانۍ دنیا نه ده، چې یو خبر به په ځنډ تر نورو رسېدی، اوس نړۍ د ساینسي پرمختګونو له کبله په واحد کلي بدله شوې ده او د اطلاعاتو رسېدل ډېر چټک شوي دي، خو عمده ستونزه پر رسنیو د «باور» مسئله ده.

تېره میاشت د هالنډ په هیلورسم ښار کې د ژورنالیزم یوه ماښامني فستیوال ته دعوت وم چې موضوع یې پر رسنیو د زیاتېدونکې بېباورۍ د وروستیو څېړنو پایلې وړاندې کول وو.

 په اغلب ګومان په دې څېړنه کې یې د عامو خلکو تر څنګ د رسنیو له شا و خوا دېرشو استازو سره هم مرکې  کړې وې.

 د دې څېړنې په پایله کې معلومه شوې وه، چې د هالنډ د اوسېدونکو په هرو اوو کسانو کې یې یو پر رسنیو هېڅ باور نه لري.

۱۴ سلنه هالنډیانو پر رسنیو لږ باور درلودی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۱م کال کې نهه سلنه او په ۲۰۲۲ م کال دوولس سلنه و.

د دې تحقیق پر اساس هالنډ د نړۍ په کچه پر رسنیو د خلکو د باور له مخې د فهرست په  ۵۳ ځای کې راغلی دی.

پر رسنیو بېباوري نن سبا نه یوازې په افغانستان کې مطرح کېږي، بلکې په نړیواله کچه هم یوه د بحث وړ موضوع ده.

زه غواړم یو څو مشترک ټکي چې په دغه څېړنه کې د رسنیو له استازو سره د مرکو پر بنسټ ورته اشاره شوې وه، دلته شریک کړم.

روڼتیا او شفافیت:

روڼتیا یا شفافیت د ژورنالیزم تر ټولو مهم او بنسټیز ارزښت دی، چې باید ډېر تمرکز ورباندې وشي.

مرکه کوونکو موندلې وه چې د پیسو او ډالیو منل د رسنیو او خبریالانو رسالت زیانمنوي چې دا چاره پر رسنیو د خلکو د بېباورۍ ستر لامل دی.

د افغانستان په ټولنه کې چې د زورواکو او د شتمنو خلکو قدرت په کې څرګند دی، پر خبریالانو او رسنیو د زور او پیسو له لارې خپلې غوښتنې منل یو واقعیت دی، چې ځینې خبریالان یې په مقابل کې د حقیقت له ویلو څخه مخ اړوي.

تبعض یا تعصب:

د ژورنالیزم دا مهم او بنسټیز عنصر چې په دې څېړنه کې ورته اشاره شوې وه، د  افغانستان په شمول په ډېری ټولنو کې ورته والی لري.

د رسنیو او خبریالانو له خوا قومي، سیمه ییز، توکمیز ، نژادي او ژبنی تعصب پر رسنیو د خلکو د بېباورۍ لامل کېږي.

په ټوله کې له دې سره سره د لومړي لاس معلوماتو ته نه لاس رسی هم بل مورد دی.

له رسنیو څخه د سیاسي او سوداګریزو اهدافو لپاره استفاده، د غیرمسلکي خبریالانو موجودیت او له خپل مسلک سره د ځینو خبریالانو نه ژمنتیا په افغانستان کې پر رسنیو د خلکو د بېباورۍ نور لاملونه بلل کېږي.

له موضوع سره په تړاو غواړم دلته د مشهورې امریکایي خبریالې جوی مایر څو سپارښتنې چې پر رسنیو د عامه باور په بیارغونه کې مرسته کولای شي شریکې کړم.

* رسنی او خبریالان مسوولیت لري چې د دقت سرعت، ناپېیلتوب یا بېطرفۍ او انصاف په نظر کې نیولو سره د ژورنالیزم د اخلاقي اصولو پر بنسټ او د خپلو رسنیو د پالیسیو مطابق د معلوماتو په خپرولو کې مسلکي چلند وکړي.

* خبریالان او رسنۍ باید خپلې تېروتنې ژر تر ژره اصلاح او د خپرېدو په صورت کې له مخاطبینو بخښنه وغواړي.

* خبریالان او رسنۍ دې د خبر او نظر تر منځ توپیر او دغه راز د ادعا او حقیقت ترمنځ توپیر په پام کې ونیسي چې د خلکو د غلط فهمۍ سبب نه شي.

* د ژورنالیزم او د خلکو ترمنځ د اړیکې موخه یوازې خدمت کول دي، ډالۍ، پیسې، مېلمستیا او نور څه چې خبریال متاثره کولای شي باید ونه منل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب