شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ځواکونو سره د طالبانو جګړه روانه ده

پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو جګړه روانه ده

تاند (دوشنبه،د حوت ۲۸ مه) تازه راپورونه وایي، چې پرافغان خاورې د پاکستان له نننیو بمباریو وروسته، اوس د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني لوري سره د طالبانو د ځواکونو جګړه روانه ده.

د راپورونو په اساس، دا جګړه د کورمې سیمه کې پيل شوې، خو لا د ځاني زیانونو جزیات نشته.

د سیمې یوه قومي مخور حاجي نوروز علي ویلي، چې افغان لوري پر خپل قلمرو د پاکستان له بمبارۍ وروسته پر پاکستاني لوري ۴ توغندیز بریدونه کړي او بیا پاکستاني ځواکونو جګړه پیل کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې اوس په خرلاڅو او بوړکي سیمو کې جګړه روانه ده، خو د ځاني زیانونو په اړه یې معلومات نه لري.

د کورمې، د بره کورمې د سیمې یوه پولیس مشر هم د جګړې خبر تایید کړی او ویلي، د جګړې له امله د سیمې ښوونځي هم تړل شوي.

د افغانستان یو شمېر خبري رسنیو بیا ویلي، چې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته جګړه د پکتیا ډند پټان ولسوالۍ ته څېرمه ده او له امله یې ګڼو کورنیو خپل کورونه پریښي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي وو، دوی د بهرنیو تېریو پر وړاندې د مبارزې ښه تجربه لري او هیچا ته به پر خپلې خاورې د تېري اجاز ورنه کړي.

طالب ویاند دغه راز، د پاکستان په نننو بریدونو کې د ۱۱ ښځو او ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

مجاهد: د پاکستان د بمباریو له امله ۸ ښځې او ۳ ماشومان وژل شوي – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. پاکستان به په ډیورند لاين کې یو څه نور هم مخکې راشي او بیا به اوربند شي… هههه… یو دولت چې د ملت اولاد تعلیم ته نه پریږدي، هغه خامخا ملت ته ضرر رسويو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب