جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پنجاب حکومت ته امر وشو چې کارت لرونکي افغان کډوال وباسي

د پنجاب حکومت ته امر وشو چې کارت لرونکي افغان کډوال وباسي

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) د پاکستان مرکزي حکومت د پنجاب ایالت حکومت ته امر وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي.

نیوز ورځپاڼې نن د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر اساس راپور ورکړ چې په دې پړاو کې باید کارت لرونکي افغان کډوال د اپریل تر ۱۵ نېټې ووځي او کنې باید ونیول شي او په زوره وایستل شي. د کورنیو چار وزارت ویلي چې مرکزي حکومت به له پولیسو سره د ټولو کارت لرونکو افغان کډوالو لیست شریک کړي.

دا خبر پر افغانستان د پاکستان د هوايي ځواک له بمباریو سره هممهاله خپور شو.

د خبر پر اساس، له کارت لرونکو څخه به لومړی وغوښتل شي چې په خپله خوښه افغانستان ته لاړ شي، وروسته به ونیول شي او بیا به په زوره وایستل شي.

پاکستان د اکتوبر په میاشت کې تر ۵ لکه ډېر بې اسناده افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.

تېر ځل هم ظاهراً پاکستان د دې لپاره چې د افغانستان پر واکمن رژیم فشار راوړي څو ټي ټي پي له جګړې لاس اخیستلو ته حاضر کړي، افغانان وځورول، شتمنۍ یې ورڅخه ضبط او په زوره وایستل. داسي ښکاري چې اوسنۍ پرېکړه یې هم له همدې قضیې سره تړاو لري.

1 COMMENT

  1. که دا کار وشي په اوږده مهال کې د افغانانو او افغانستان په ګټه کار دی. ځکه څومره چې افغانان په پاکستان کې پاتې کېږي، هومره ورسره افغانستان ته خطر راپیدا کېدلی شي. دا صحیح ده چې تالبان اوس د خپل حماقت له خره څخه نه راکوزیږي او اکثر فیصلې یې د ملي ګټو پر ځای په مذهبي احساساتو او افراطیت ولاړې دي، لاکن ډېر امکان شته چې په راتلونکي کې حالات بهتر کړي او ملي او وطني ارزښتونو ته یې پام زیات شي او بېلابېل اقشار په حکومتي سیستم کې شامل کړای شي، چې په هغه صورت کې بیا هم د پاکستان له خوا د کمپونو او ښارونو د مېشتو افغانانو څخه د افغانستان پر ضد د ځوانانو د جذب امکانات شته. څومره ژر چې را واېستل شي د افغانانو په ګټه ده. په عین وخت کې باید د تالبانو حکومت په افغانستان کې دننه په هر ولایت کې په دښتو کې ځایونه برابر کړي او نقشه کشي وکړي چې راستنېدونکي خلک په کې ځای پرځای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب