جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پاکستان بریدونه او د پخواني دیپلومات زردشت شمس غوښتنې

د پاکستان بریدونه او د پخواني دیپلومات زردشت شمس غوښتنې

د هېواد پر پاک حریم د پاکستان د ناولي پوځ د بریدونو بدل به ضرور اخیستل کیږي ځکه چې افغانان پور چاته نه پریږدي. که چیري اوسني واکمن څرنګه چې ادعا کوي خپلواکه وي نو باید پر پکتیکا، خوست او کونړ د پاکستان د نظامي تجاوز په غبرګون کې لاندیني ګامونه واخلي:

نظامي ډګر کې خپل نظامي ظرفیت او وسایلو او تجهیزاتو ته په کتو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان نظامي تاسیسات په نښه کړي او د امکان ترحده دې پر کرښه پرتو البته بې طرفه ولسي وګړو ته د زیان مخه ونیسي. په ټي ټي پي جنګیالیو دې له بیځایه فشار او زوره لاس واخلي پاکستان پوه شه او ټي ټي پي د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ دې له منځګړتوبه لاس واخلي او راتلونکې کې دې هم دغه اشتباه بیا نه تکراروي. که تېر وار ورته ګامونه اخیستل شوي وای پاکستان به د هېواد پر حریم د بیا بیا تجاوز جرآت نه وای کړی لاکن د اوسنیو واکمنو کمزورې او دفاعي دریځ پاکستان زړور کړ او که غبرګون ونه ښوول شي نو دا به د پاکستان وروستی تیری هم نه وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب