جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجان اڅکزی وايي، پاکستان امریکا نه ده، تر دې سخت بریدونه به...

جان اڅکزی وايي، پاکستان امریکا نه ده، تر دې سخت بریدونه به وکړي

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د بمبارۍ د ملاتړ په ترڅ کې وویل، که حتي په پاکستان کې یوه «تروریستي» حمله هم وشي، د افغانستان په خاوره کې به لا کلک ګوزارونه وکړي.

ده چې په پکتیکا او خوست کې د پاکستان د تیرې شپې له هوايي حملو وروسته خبرې کولې، زیاته کړه:«په یاد مو وي چې د یوه پاکستاني ژوند زموږ لپاره تر ټول افغانستان ډېر ارزښت لري، مطمینه اوسئ چې موږ امریکا نه یوو، موږ د پاکستان اسلامي جمهوریت یوو.»

د پاکستان پوځ او استخبارات، چې په دغه هیواد کې د واک اصلي خاوند ګڼل کېږي، عموماً د افغانستان پر ضد څرګندونې د جان اڅکزي په خوله کوي ځکه چې پښتون دی.

ده وویل، پاکستان د افغانستان اوسنی حکومت ټي ټي پي ته د پناه ورکولو په خاطر تر فشار لاندې راوړي او په دې کار کې بریالی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې، د پاکستان د تېرې شپې په بمبارۍ کې د ۵ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې وه چې په دې برید کې یې د ټي ټي پي یو قوماندان عبدالله شاه وژلی خو عبدالله شاه نن له وزیرستان څخه یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې د پاکستان د پوځ پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

1 COMMENT

  1. افغان ملت امریکا د امریکا پرتوګ ور وکاګه چی ته دالخور هم ورسره ولاړ وې ستاغوندی حرامونی خو خپله را به پیدا نکړې چې په کومه لاړشی نور که درته معلوم نه ویې د ۱۹۹۰ کال د خپل د سفیر او هغو ملګرو خبری در په یاد کړی چې وویل که زمونږ ښځې افغانستان ته وتشتې مونږ ورپسې نه ځو در معلومه به وې چی دسفیر په کونه یې کوتک دننه کړې وه تا غوندی د پنجابی دورګه اولاد هیڅ کله به ټینګ نشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب