جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: د پاکستان د بریدونو ځواب مو ورکړ

دفاع وزارت: د پاکستان د بریدونو ځواب مو ورکړ

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د پاکستاني الوتکو د نن سهار د بریدونو په ځواب کې د پاکستان پوځي مرکزونه ویشتي دي.

دې وزارت پپه یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې ویلي، د دوی سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، د دوی دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا له دنډپټان ولسوالۍ څخه سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، طالب ځواکونو نن سهار په سیمه کې له پاکستاني عسکرو سره نښته کړې.

تر اوسه دواړو لوریو ته د دې نښتې له امله د مرګ‌‌ژوبلې په اړه دقیق او رسمي ارقام نه‌دي خپاره شوي.

د ټي ټي پی مطبوعاتي دفتر د قوماندان عبدالله شاه یوه لنډه ویدیو خپره کړه چې پکې وايي د جنوبي وزیرستان په شاکوټي کې د خپلو جنګیالیو قوماندې ته دوام ورکوي.

دا ویدیو وروسته له دې خپره شوه چې د پاکستان پوځ په دې پلمه چې عبدالله شاه یې په نښه کړی، د افغانستان پر خوست او پکتیکا بمبارۍ وکړې.

2 COMMENTS

  1. څه توره مو وکړه، تر اټکه مو فتح کړ؟ ۵۲ هیوادو ته یی ماته ورکړی اوس کونه ورته ټینګه کړی د یوی طیاری د وشتلو مزایل نلری پاکتسان خو لا اتم بم هم لری تاسی په څه نازیګی؟ روز مو افغانستان په بیوزلو خلک او ښځه رسیدلی ـ

  2. غلام او مزدوره نیابتې ډله به خپل ناجایز پلار ته څه ځواب ورکړي. د کندهاریانو خبره دا ټول ګوزونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب