جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان د بمبارۍ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت...

پر افغانستان د بمبارۍ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا

تاند (دوشنبه،د حوت ۲۸ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په خاوره کې د دغه هیواد له هوايي حملې ساعتونه وروسته په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې دا بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې بریدونو اصلي هدف د حافظ ګل بهادر ډلې غړي وو چې له ټي ټي پي سره یو ځای د پاکستان په خاوره کې د څو بریدونو مسوولیت په غاړه لري او له کبله یې سلګونه ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د شمالي وزیرستان د میرعلي پېښې یادونه کړې او ویلي چې دغو وسله والو د مارچ په ۱۶ مه د پاکستان ۷ پوځیان ووژل.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په خاوره کې دننه د ټي ټي پي او نورو تروریستي ډلو په اړه په تکرار د افغانستان موقت حکومت ته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت یادونه کړې چې د افغانستان خلکو ته درناوی لري خو د افغانستان د واکمنانو په منځ کې ځینې عناصر د ټي ټي پي ملاتړ کوي او د پاکستان خلاف د نیابتي ځواک په توګه ورڅخه کار اخلي.

د افغانستان واکمن رژیم د پاکستان دا ډول تورونه په ځلونو رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې له ټي ټي پي سره خپلې ستونزې په خپل قلمرو کې حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب