دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهجو بایډن به په امریکا کې د ټیک ټاک د بندېدو طرحه...

جو بایډن به په امریکا کې د ټیک ټاک د بندېدو طرحه لاسلیک کړي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۵ مه) د امریکا د کانګریس د دواړو جرګو له پرېکړو وروسته ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر د ټیک ټاک د بندیدو لایحه نن لاسلیک او پر قانون بدله کړي.

پرون د امریکا د استازو جرګې په مشروط ډول د ټیک ټاک بندیز ته رایه ورکړه.

تر دې مخکې (د شنبې په ورځ) د امریکا سنا جرګې پر ټیک ټاک بندیز تصویب کړی و.

د استازو جرګې د ټیک ټاک په اړه مسوده د ۱۸ مخالفو رایو په وړاندې په ۷۹ موافقو رایو تصویب کړه.

اوس د ولسمشر جو بایډن توشیح یا لاسلیک ته اړتیا ده چې دا لایحه پر قانون بدله شی.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر بایډن نن (چهارشنبې) دا مسوده توشیح کړي.

ټیک ټاک ته شرط ایښودل شوی چې په ۹ میاشتو کې له خپلې چینايي کمپنۍ (بایت ډانس) څخه بیله شي او کنې د تل لپاره به په امریکا کې پرې بندیز وي.

که ټیک ټاک د امریکا بازار له لاسه ورکړي، نه یوازې به ټیک ټاک ډېرې ګټې وټې له لاسه ورکړي بلکې په امریکا کې به هم میلیونونه کسان، تاواني شي.

د ټیک ټاک لپاره په اېښودل شویو شرطونو کې دا هم ویل شوي چې که په نهو میاشتو کې یې له خپلې چینايي کمپنۍ څخه د جلا کېدو کار پیل کړ، درې میاشتې نور وخت به هم ورکړل شي.

ظاهراً امریکايي چارواکي تور لګوي چې چین د ټیک ټاک په وسیله استخباراتي معلومات ټولوي خو چین هم پر ګڼو امریکايي خواله رسنیو بندیزونه لګولي دي او ښايي دا په یو ډول د چین بندیزونو ته ځواب وي.

ګومان کېږي چې ټیک ټاک به مجبوره شي چې دا خواله رسنۍ پر امریکایانو وپلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب