دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته د وتو چانس...

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته د وتو چانس له لاسه ورکړ

تاند (چهارشنبه، د ثور ۵ مه) د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې نن د اسیا د فوتسال د اتلولۍ په منځلوبو کې یوه مهمه مسابقه وبایلله.

د افغانستان او تاجکستان لوبډلې په منځلوبه کې مخامخ شوې وې چې تاجکستان دوه پر یو وګټله.

دې ماتې د افغانستان لوبډله د اسیايي ملتونو د فوتسال د سیالیو له دوامه محرومه کړه.

د مسابقې په لومړۍ نیمايي کې افغان لوبغاړي رضا جسین پور سهواً د تاجکستان په ګټه ګول وواهه.

په دوهمه نیمايي کې فرزاد محمودي له تاجکستان سره لوبه مساوي کړه.

مسابقه په ټاکلي قانوني وخت کې یو پر یو مساوي شوه خو په اضافي وخت کې افغان لوبغاړي فول وکړ او تاجکستاني لوبغاړي د پنالټي په شوت ګول وواهه.

که افغانستان دا سیالي ګټلې وای، په اتومات ډول به د فوتسال نړیوال جام ته هم بریالی شوی و.

خو په مجموع کې د افغانستان د فوتسال لوبډله په اسیايي اتلولیو کې ښه وځلیده او په لومړي وار تر منځلوبو ورسیده.

د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې یې یوه مسابقه پر ایران وبایلله، له کویت سره یې مساوي کړه خو له بحرین څخه یې وګټله.

4 COMMENTS

  1. دوی خبری:
    ۱- زموږ د وطن خړی ورځی ته په کتو سره بیا هم د خوښی ځای دی چی ځینو ورزشکارانو په لږو او تنګو امکاناتو د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړی دی.
    ۲ – د فوتسال د لوبغاړو نومونه او څیرې ښئی چی اکثره ورزشکاران زموږ هزاره ګان وړونه دی بناً د متعصبو او وهابی پښتنو ( خصوصاً د بړوه سیاف او د هغه د مُریدانو ) د شیطانی هڅو هدف دا ؤ چی د افغانانو تر منځ د قومی – تباری کرکی او نفرت تخمونه وشیندی چی البته مخ ئی تور سو.

  2. ۲ – د فوتسال د لوبغاړو نومونه او څیرې ښئی چی اکثره ورزشکاران زموږ هزاره ګان وړونه دی بناً د متعصبو او وهابی پښتنو ( خصوصاً د بړوه سیاف او د هغه د مُریدانو ) د شیطانی هڅو هدف دا ؤ چی د افغانانو تر منځ د قومی – تباری کرکی او نفرت تخمونه وشیندی چی البته مخ ئی تور سو.

    دا څه معنا؟ دغه جمله په نورمال حالت کی نه ده لیکل شوی. او که لیکل شوی وی نو د تعصب بوی د افغانانو تر مینڅ خپروی.

  3. د عربانو د پیسو بوجی(وهابی سیاف) خپلی خبری نوی فیصده په پاړسو کوی. د مسعود په هر تلین کی د سیاف خبری اوریدلی شي.
    سیاف نه اوس پشتون دی او نه پخوا پښتون وه. د سیاف پخاطر پښتانه مه بدناموه. د بدخشان ځینی خلک وهابیان دی، په مشرقی کی ځینی خلک وهابیان دی. په هزاره ورونو کی ځینی خلک د فاطیمون او سپاه پاسداران غړی دی. همداسی د افغانستان نور قومونه او ورونه په مختلیفو عقیدو او مفکورو د بدبخته جګړی له کبله بدل شویدی.
    خو ستاسی تبصره د تخریب او افغانستان ورانولو تبصره ده.

  4. امام اعظم ( وبخښی وزیر اعظم ) صیب ته باید وویل سی چی:
    د بشر په تاریخ کی تر اوسه داسی پیښه نه ده ثبت شوی چی مثلاً یوه وړکې تبصره د یو لوی وولس او هیواد د ویرانیدو لامل ګرڅیدلې وی.
    ماته اکثره وخت د تورو او سپینو او سرو او ژیړو او زرغونو انقلابیونو د پڅ سواد او پڅ تحلیل او پڅی ځیرکتیا د غمیزی پخاطر ژړا راځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب