دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمحکمې هغه سړي ته برات ورکړ چې معدې یې په خپله الکول...

محکمې هغه سړي ته برات ورکړ چې معدې یې په خپله الکول جوړول

تاند (چهارشنبه، د ثور ۵مه) په بلجیم کې یو تن، چې پولیسو د موټر چلولو په حال کې د الکولو پر څښلو تورن کړی و، وروسته له دې محکمې برات ورکړ چې ثابته شوه معده یې په خپله الکول تولیدوي.

د یورونیوز تلویزیون نن (چهارشنبې) د دغه سړي د مدافع وکیل په قول وویل چې موکل یې د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۲) د محکمې له لوري بې ګناه وپېژندل شو.

دغه ۴۰ کلن سړی، چې نوم یې نه دی څرګند کړل شوی، په یو ډول نادر سینډروم اخته دی چې په اتومات ډول خواړه په الکولو بدلوي.

دا سینډروم، چې اتومات تخمیر یا د بیرجوړولو اتومات سینډروم هم بلل کېږي، په انسان کې عجیب اختلال رامنځته کوي او له کبله یې په وینا کې د الکولو اندازه لوړیږي او د نشې سبب کېږي.

په دې سینډروم د اخته کسانو د هاضمې جهاز هغه خواړه چې کاربوهایدریټ یې زیات وي لکه وچه ډوډۍ، کچالو او لوبیا اتانول تولیدوي.

د دغه سړي مدافع وکیل وايي چې تراوسه په نړۍ کې هغه کسان چې په دې ډول سینډروم اخته دي، ۳۰ تنه تشخیص شوي دي.

ده زیاته کړه چې موکل یې د درو ډاکترانو په وسیله ثابته کړه چې معده یې په خپله الکول تولیدوي او محکمې بالاخره ورسره ومنله.

د بلجیم پولیسو دا سړی په ۲۰۱۹ م کال کې هم د الکولو د څښلو په تور جریمه کړی او لایسنس یې ورلغوه کړی و. همداراز د ۲۰۲۲ په اپریل کې یې هم په دې خاطر جریمه کړی و چې په وینه کې یې صفر اعشاریه ۹۱ میلي الکول لیدل شوي و. هماغه مهال هم ده ډېر ټینګار کړی و چې الکول یې نه دي څښلي.

اوس نوموړی هڅه کوي چې کاربوهایدریټ لرونکي خواړه ونه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب