Homeخبرونهسروبي کې له غره سره د یوه موټر جنګېدو ۶ تنو ته...

سروبي کې له غره سره د یوه موټر جنګېدو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه) د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ قومندانۍ طالب ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې دا پېښه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه له سړک څخه د یوه مساپر وړونکي موټر د انحراف او غره سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

ترافیکي پېښې په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهیسې له جګړې وروسته د زیاتې مرګ ژوبلې تر ټولو مهم لامل ګڼل کیده.

څه موده مخکې د طالبانو کابینې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې د جوړولو او د تطبیق د پيل خبر ورکړ، خو لا هم لیدل کیږي چې د ترافیکي پېښو او له امله یې رامنځته کېدونکې مرګ ژوبله کې کوم توپیر نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...