تاند- نن د ثور ۸ مه د مجاهدینو د بري او د خپلمنځي تنظیمي جګړو د پیل ورځ ده. له نن څخه 31 کاله پخوا د ۱۳۷۱ لمریز کال په دې ورځ د ډاکتر نجیب الله حکومت د روسیې د مرستو د درېدو او د خپلمنځي اختلافونو په نتیجه کې وپرزېد.
نجیب الله د ملګروملتو دفتر ته پناه یووړه او کابل ښار ته د مجاهدینو او ملېشه ځواکونو ډلې ننوتې.
مجاهدین په دې باور دي چې دوی په دې ورځ افغانستان ازاد کړی او کمونېستي نظام نسکور کړی دی.
خو ډیر نور، دې ورځې ته په دې خاطر په ښه سترګه نه ګوري چې کابل د مجاهدینو له واک ته رسېدو سره د واک پر سر په مبارزه کې په کنډواله بدل شو او لسګونه زره ملکي وګړي بې کوره، مړه او ټپیان شول.
تېر کال په همدې ورځ د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ثور د اتمې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل: “د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې ولیدې چې د بریا خوند یې تریخ کړ.”
ده همداراز وویل، “افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بینالمللي انزوا کې پاتې شي. “
د ثور د اتمې پلویان بیا وايي: د ثور اتمه په هېواد کې د مجاهدینو د بریا ورځ ده. په دې ورځ افغان مجاهدینو له اوږدې خونړۍ مبارزې وروسته بریا خپله کړه. د شوروی اتحاد ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو په وسله واله مبارزه کې کابو دوه میلیونه افغانان شهیدان، یو نیم میلیون وګړی معیوب او میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شول. یوازې شپږ میلیونه وګړی پاکستان او څلور میلیونه وګړی نور ایران ته کډوال شول.
مجاهد يانې وحشي، وينه تويوونکي ځناور
غين د دوي په جهاد کې ووهم…
افسوس د تاند په چلونکو چی دوی د خپلی پالیسی خلاف داسی الفاظ چی د دکثیفو او مردارو ژبو راوزی او تاسو یی نشر ته سپاری .
د ثور ، دغوايي ناورين او د مجاهدينو د راتګ (زما نظر) تو پير يواځي او یواځي په د کي ده چي مجاهدينو مخ کي د غوايي له ناورينه د داودخان په جمهوري حکومت حمله وکړه.
افغان اولس له يوه نه خير نه دی کړی.
هرڅوک د خپلو اعمالو او کړو مسوول دی.
د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د سیاسي او حکومتولۍ تجربو نه لرلو، د سیاسي واک انحصار ، پر ولس د خپلو غوښتنو جبري منلو ، د هغو قوانینو انفاذ چې ولس ته د منلو نه وو ، د افغانستان د جمهوریت د وخت د اساسي قانون لغوه کولو ، د ملي سرود او ملي بیرغ بدلولو او د مخالفینو د وژلو ، بندیانولو او شکنجو ، د پرچم ډلې له خوا د قدرت ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د شورویانو راوستلو او د هغوی به وسیله د میلیونونو افغانانو د وژلو ، کډه کولو له امله د افغانستان مسلمان او غیور ولس پروړاندې پړ او ملامت دي. هېڅ یو جرم یې د بښلو نه دی .
د اتم د ثور لوبغاړي هریو احمدشاه مسعود د نظار شورا مشر ، د جمعیت اسلامي مشر ملا برهان الدین ربانی ، د اتحاد اسلامي مشر استا عبدالرسول سیاف ، د وحدت اسلامي ایران پلوو ډلې مشران عبدالعلی مزاري ، حاجي محمد محقق ، عبدالکریم خلیلي ، محمد سرور دانش ، محمد اکبري همدارنګه د حرکت اسلامي ایرانی مشر لعنت الله شیخ محمد آصف محسني او د هغه مرستیال سید حسن انوري ، له یوې خوا او د هغوي ائتلافي ملګري ډګرجنرال محمد نبي عظیمی ، جنرال مومن ، نورالحق علومي ، فرید مرده ، د هغه ورور یار محمد ، سترجنرال محمد اصف دلاور لوی درستیز ، عبدالوکیل د وخت د خارجه چارو وزیر ، محمود بریالي ، نجم الدین کاویانی او ډګرجنرال عبدالرشید دوستم چې وروسته یې ځان ته خپل ګوند د ازبکو اسلامي جنبش جوړ کړ ،
همدارنکه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او دهغوي قوماندانان د کابل ښار د ورانۍ ، د 70000 بېګناه ملکي کابل ښاریانو د وژلو ، د زرګونو نورو ټپیانولو ، د میلیونونو کسانو مهاجرت ته اړاېستلو ، د افغانستان د وسله وال پوځ مدرنې او عصرې وسلو د چور تالان او ګاونډیو ته د تحفو او کباړ په بیه انتقالو ، د ملي تاسیساتو او اقتصادي شاهرګونو د غوڅولو مسوول دي .
د یادونې وړ دي چې د افغانستان د جمهوریت له وخته مجاهدینو ته د افغانستان وسله وال پوځ په دې وسلو سنبال وو:
تر 700 زیاتو جنګي ، کشفي ، بم غورځوونکو ، ترانسپورتي نظامي الوتکو او هلیکوپترونه ،
تر 4500 زیاتې شوبلې ، تانکونه ، زغره والې وسلې ،
زرګونه دافع هوا پيچور توغندی ، زرګونه دافع هوا وسلې ،
د سکات پرمختللې توغندي ویشتونکې دستګاوې چې له 300 کیلومترو زیاتو فاصلو کې خپل دښمنان له منځه وړلی شول.
سلګونه لونا دستګاوې ، اوراګان ، بي ام څلوېښت ، توغندي ویشتونکي، اوبوس او د صحرا توپونه ، هاوانونه
میلیونونه سپکې او درنې وسلې او د هغوی زرګونه دیپوګانې چې ټولې له مهماتو او تجهیزاتو ډکې وې.
باید وویل شي د وطن خرڅوونکو قوماندانانو په ډله کې د جلال الدین حقاني نوم هم د پورته لست په سر کې راځي چې د خوست ولایت له سقوط نه وروسته یې د افغانستان مدافعین د ملي اردو زرګونه منسوبین په ډله اییز ډول ووژل او د هغوی ډله اییز قبر څوموده مخکې په خوست کې کشف او ډېر ژر د مطبوعاتو له سترګو پناه شو.
د حقاني ډلې د خوست فرقې او د هوای ډګر ، د کابل د ریشخورو او شاوخوا ټول ګودامونه تخلیه او پنجابیانو ته سوغات ورکړل ، الوتکې یې ټوټه ټوټه او له نورو نظامي تجهیزاتو سره د کباړ په بیه پنجاب ته انتقال شوې چې د افغانستان په تاریخ کې د کباړي افتخاري نوم یې کسب کړ.
خدای تعالی د ټولو مجرمینو ته سخته سزا ورکړي . شهیدانو او مظلومو انسانانو ته جنتونه په نصیب او راتلونکو نسلونو ته د نیکي هدایت وکړي چې نور داسې جنایتونه ، جرمونه ، خیانتونه او اشتباګانې مرتکب نه شي . آمین یا رب العالمین
د هر جر یان او یا بدلون د پایلو نتایج باید عام ولس ته یې په ګټه او تاوان ارزیابي سئ. د غواړې ٧ او ٨ د افغانستان تاریخ کې دوه هغه توري ورځې دئ. دا ځکه چې، دواړه بدلونونه د افغانانو د وینو په تویولو، هیواد د ورانولو ، فقر، غربت، مهاجرتونو او داسې نورو مصیبتونو په بیه تمام سول. د دواړو بدلونونو رهبري شیاطین او د کورني غړې یې د عیش او عشرت ژوند تیروئ خو ارمان مې هغه افغانان دئ چې، د د غو خلکو په خبرو خطاوتل او ژوند یې له لاسه وکړ.