Home+ګوګل د موبایل د غلو مخه ونیوله

ګوګل د موبایل د غلو مخه ونیوله

تاند – ګوګل د پنجشنبې په ورځ خپلو ډېرو کاروونکو ته ایمیلونه ولیږل او هغوی ته یې خبر ورکړ چې د (Find My Device) سیستم ژر فعالیږي.

ګوګل د دې برخې د ښېګڼو په اړه لیکلي: «د Find My Device په وسیله د خپل موبایل ټېلفون ځای، حتي که ګول یا اف لاین هم وي، موندلی شئ.»

ګوګل په دې برېښنالیک کې دا هم کښلي:«خپل جانبي وسایل (Fast Pair) چې ستاسو له موبایل څخه جلا کېږي، لکه هیډفون هم موندلی شئ.»

ګوګل دا هم ویلي چې له دې وسیلې سره خپلې بوټوې (د پیسو)، کلیانې او حتي بایسکل هم تړلی او موندلی شئ.

د ګوګل دا نوښت د غلو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...