سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان واکمن رژیم سره هر ډول خبرو ته د فرانسې شرط

د افغانستان واکمن رژیم سره هر ډول خبرو ته د فرانسې شرط

تاند (  شنبه، د حمل ۱۸ مه) د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، د طالبانو د واکم رژیم هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې د ښځو د سنګسار او هغوی ته یې د جسمي سزا د ورکولو د لړۍ د پیل په اړه کړې.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې دا عمل وحشتناک او د بنسټیزو حقونو او ازادیو سره ټکر کې بللی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: “د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانسې په ګډون دا روښانه کړې چې د ښځو حقونو ته درناوی د هر ډول خبرو اترو لپاره یو شرط دی. “
په دې اعلامیه کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه غوښتل شوي چې د نجونو او ښځو سره د ظلم او  حذف پالیسۍ له‌منځه یوسي.
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله ته یو منسوب غږ کې چې د دوی تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون هم خپور کړ؛ په عام محضر کې نجونو او ښځو ته د سنګسار او سزاوو ورکولو په اړه خبرداری ورکول شوی و.
طالب چارواکو وروسته، ژر یاد شوی غږیز کلېپ بیرته د ملي راډیو تلویزون له ټولنیزو پاڼو لیرې کړی و.
د طالبانو ځینو منتقدانو ویلي وو، چې د ملا هبت الل اخوند زاده دغه پيغام تر ډېره د طالبانو جنګیالیو ته مخاطب و، څو هغوی له هغې احتمالي پرېکړو چې داعش او نورو جنګي ډلو سره د یو ځای کېدو په اړه یې اټکل کېږي، را وګرځوي.
دغه پيغام تر هغې وروسته خپور شوی و، چې د ملا هبت الله اخوند زاده د واک په اصلي مرکز کندهار ولایت کې د نوي کابل بانک ودانۍ مخې ته یو ځانمرګی برید ترسره او مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.
له دې غږیزې وینا پرته، په  عمل کې هم د طالبانو رژیم د ښځو او نجونو پراخ حقونه نقض کړي، چې د نړیوالو سازمانونو لخوا د جنسي ابارتاید معادل کړنه ګڼل شوې او له امله یې طالبان په بشري جنایت ترسره کولو تورن شوي دي.
طالب چارواکي بیا د ښځو پر وړاندې خپلې کړنې او نور افراطي دریځونه، د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه ګڼي او په دوام یې ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب