جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد لغوه کېدو له اعلان سره سره پر خپل فعالیت د حزب...

د لغوه کېدو له اعلان سره سره پر خپل فعالیت د حزب اسلامي ټینګار

تاند (  شنبه، د حمل ۱۸ مه) د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د افغانستان اسلامي حزب ګوند یو شمېر سرچینو د طالبانو د عدلیې وزارت لخوا د دوی او نورو سیاسي ګوندونو د لغوه کېدو له اعلان سره سره، پر خپلو فعالیتونو د دوام ټینګار کړی.

د دغه ګوند د رهبرۍ یوه غړي ویلي، چې له مخکیني استوګنځي څخه نوي ته د ګلبدین حکمتیار له لېږدول کېدو سره، هغه اوس بیا د پخوا په شان خپلو ګوندي فعالیتونو ته دوام ورکوي او اړوند دفترونه یې فعال دي.

د ده په وینا، د طالبانو عدلیې وزیر او په کندهار کې یې د مېشت عمومي مشر د یو شمېر کسانو تر منځ جنجال یوازې د حزب اسلامي ګوند د فعالیتونو د مرکز په اړه و.

هغه نه دي ویلي، چې د طالبانو لخوا د نورو ګوندونو په شان د لغوه کېدو له اعلان سره په کوم اساس ځانته د فعالیت د دوام حق ورکوي؟

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي بیا ویلي، چې د سیاسي ګوندونو د لغوه کېدو په اړه د دوی د بیا ځلي اعلان له خپرېدو وروسته که څوک په دې نوم فعالیت کوي، فعالیت به یې غیر قانوني وي او دوی به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

رسولي نه دي ویلی، چې په  مشخص ډول به یې د حزب اسلامي د مخالفت پر وړاندې اقدام څه او له کله ترسره شي؟

د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تېره اوونۍ په یوه رسنیزه شوې ویډیویي وینا کې، د دوی د پرېکړو پر وړاندې د ګلبدین حکمتیار د مقاومت په تړاو ویلي وو، چې کابل او افغانستان کې د دوی له بیا واکمنیدو وروسته پاتې شوي سیاستوال او خلک دوی ته د تسلیم شویو په مانا دي او باید هر ډول قوانینو او پرېکړو ته یې غاړه کېږدي.

د هغه دا او نورې څرګندونې او پرېکړې د حزب اسلامي او نوموړي تر منځ د پراخو لفظي ناندریو او پر یو بل د تور لګولو سبب شوې وې.

حبیب الرحمان حکمتیار: هر طالب ته ځان امیرالمومنین او ټولواک ښکاري – تاند (taand.net)

د حکمتیار د زوی او واکمن رژیم تر منځ د یو بل خلاف نوي تورونه او توندې خبرې – تاند (taand.net)

2 COMMENTS

  1. ګوندونه د کوم فر مان په اساس منحل اعلان شوی شرعی ذلایل یی باید ملت ته ښکاره شی یواځی د مالیی وزیر ددی صلاحیت نه لری چی په خپل سر ګوندونه لغو کړی که دا کار وکړی نو دا خو بیا سر پرست نه بلکی غاصب وزیر دی .

  2. پاکستانیو ساختګیو چړیانو دا ساختګی د اجنبیو غلامان ګوندونه د خپلو ځانو ګټو په خاطر بندوی ، همدی ساختګیو غلامو ګوندونو ( قاتلو کمونیستانو ، قاتلو تنظیمونو او قاتلو چړیانو ) افغان غیرتی ملت د بدبختی کندی ته اچولۍ دی دا غلامان نه پخوا او نه اوس د ګوندونو په مفهوم پوهیدل بلکه دوی اجنبیانو خپلو مفادو لپاره تربیه کړی او د ګوندونو شعار لاندی ئی د ملت په اوږو پر له پسی سپاره کړل او افغان ملت د هر یو ګوند څخه غیر له بدبختی بل کوم مثبت اقدام ندی په نصیب شوۍ ځکه دا غلام ګوندونه د ملت ‍‍‍‍‍‍څخه سرچشمه ندی موندلی ، قاتلو کمونیستانو بابولانی د کور ، کالی او ډوډی چیغی درلودی او غلامو تنظیمونو لپاره ددوی بادارانو له خوا تبلیغ کیده چی شورویان دی تنظیمونو له افغانستان څخه شړلی دی اما واقعیت کښی افغان غیرتی ملت شورویان په ستره قربانی سره ظالم شورویان له خپلی خاوری څخه شړلی دی او د چړیانو د استعمار دا نوۍ چټل تخنیک اوس استعمالیږی او افغان غیرتی ملت ئی ددی کثیف چټل خائین تخنیک په وسیله ( د قادیانی اسلام بابولانو ) غافل کړۍ دی ، دی ټولو د اجنبیو له خوا راپیدا شوو ګوندونو افغان غیرتی ملت د بدبختی کندی ته اچولۍ دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب