جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد حکمتیار د زوی او واکمن رژیم تر منځ د یو بل...

د حکمتیار د زوی او واکمن رژیم تر منځ د یو بل خلاف نوي تورونه او توندې خبرې

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۳ مه) د طالبانو د واکمن رژیم او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د ناندریو په دوام، د حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار او د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په تازه څرګندونو کې پر یو بل توندې نیوکې او تورونه لګولي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالب وزیر عبدالحکیم شرعي د یوې خپرې شوې ویډیو په یوه برخه کې ښاغلی حکمتیار، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې د پاتې کېدو له امله د دوی رژیم ته « تسلیم شوی» ګڼل شوی او تور ور پورې شوی، چې هغه خپل قدر او احترام نه دی پېژندلی او په « بې شرمۍ» یې خپله، خپل ځان « بې شرمه» کړی دی.

د شرعي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو ورځې د مخه د حکمتیار زوی حبیب الرحمان چې ګومان کیږي له افغانستانه به بهر وي، په خپله اېکس پاڼه کې د طالبانو رژیم له دې امله خپل پلار ته په بې احترامۍ تورن کړی و، چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال له ورکړل شوي دولتي کور او ساحې یې نوموړی ایستلی دی.

طالب وزیر عبدالحکیم شرعي په رسنیز شوي کلېپ کې یې، چې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ښکاري، دا هم ویلي چې دوی ټول ګوندونه لغوه کړي او که څوک د خپل ګوند نوم اخلي او د فعالیت هڅه کوي، مجرم به وګڼل شي.

په ورته مهال، د ګلبدین حکمتیار زوی د روانې ناندرۍ له پيله په لومړني تلویزوني مرکه کې د طالبانو پر رژیم توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه رژیم نه ملي او نه نړیوال مشروعیت لري.

د ده په وینا، د طالبانو عمومي مشر د ټول افغانستان واک انحصار کړی، خپلو وزیرانو او چارواکو سره مشوره نه لري، چا ته یې صلاحیت نه دی ورکړی او د ټولو نر او ښځو حقونه یې نقض او افغانستان یې د اساسي قانون په ګډون د ټاکنو او نورو مهمو اړتیاوو بې برخې کړی.

هغه دغه راز د طالبانو د رژیم خلاف د وروستیو هغو بهرنیو تورونو ملاتړ او تایید وکړ، چې ګواکې دغه رژیم د نورو هېوادونو جنګیالیو ته په افغانستان کې پناه ورکړې او اړیکې ورسره لري.

حبیب الرحمان له مشخصو جزییاتو پرته ادعا وکړه، چې د تاجکستان، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو حکومت ضد جنګیالي ان د طالبانو په پوستو او امنیه قومندانیو کې ښکاره راشه درشه او موجودیت لري او د طالبانو د رژیم قومندانان په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو سره په ترسره شویو بریدونو کې مرسته او عملي حضور لري.

طالب چارواکو د نوموړي څرګندونو ته کوم مشخص غبرګون نه دی ښودلی.

حبیب الرحمان حکمتیار په دې اړه، چې ولې د دوی ګوند په ښکاره د طالبانو خلاف کومه اعلامیه نه ورکوي او وروستی عمل نه غندي، ایا له طالبانو وېریږي؟ وویل: له شک پرته، چې دوی نه اوس دستي ټول وېریږي، ځکه هر څه دوی سره دي او خلکو سره په هیڅ ډول چلند باک نه ساتي.

مخکې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د دوی له اړخه د یوه سیاسي او جهادي مشر په توګه د حکمتیار عزت او درناوی پر ځای دی او د اوسېدو ځای یې د اړتیا له مخې، بدل شوی دی.

د حکمتیار زوی د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې هغه دروغ ویلي او په واقعیت کې یې پلار ته سپکاوی شوی.

حبیب الرحمان په خپله تازه مرکه کې هم ویلي، چې د طالبانو لخوا استخدام شوي تبلیغاتي فعالان یې د پلار خلاف لیکنې کوي، غاصب یې بولي او طالبان خپلو دغو مامورینو ته د دې کار له امله هیڅ نه وایي.

د هغه په وینا، که یوه عادي نیوکه په ټولنیزو رسنیو کې پر طالب رژیم وشي، ترسره کوونکی یې ژر پیدا او بد چلند ورسره کیږي، خو د ده پلار سره بیا د طالبانو د تبلیغاتي مبلغینو لخوا له سپکاوي ډک چلند روان دی.

6 COMMENTS

  1. د راکټیار زویه. د خلکو به تالب خوښیږی یا نه، خو ستا د منحوس، قاتل او خاین پلار څخه مونږ ټول کرکه لرو. د هغه او نورو قاتیلیونو، لکه مسعود، مزاری، دوستم، سیاف… ترمنځ هیڅ فرق نشته. هغه ته ددی څخه نور هم ذلیله ژوند غواړم

  2. مولوي یونس خالص سره د بی بی سی پښتو څانګې ژورنالست د کابل د تخت پر سر د تنظیمونو خونړیو جګړو په وخت کې مرکه درلوده. ژورنالست د حکمتيار په هکله ت د هغه نظر وغوښت؟ مولوي صاحب له یو لنډ سکوت وروسته وویل: “حکمتيار مثال د اور پرتوګ دي، که یې اغوندي کونه دی سوځوي او که یې غورځوي نو پرې شرمیږي،”
    زه ما په اټکل د حکمتيار تعریف له دی ښه بل څوک نسي کولى. البته انصافآ باید یادونه وکړم چې دا نور ماران او لټکۍ هم د توجیه وړ ندئ. په دا مارانو لټکو کې البته ټول چپې، دموکراټی، جمهوریتي او جهادي تنظیمونو شامل دي.

  3. دا ټول لوبغاړي دي اوس د ګټو په سر یو پر بل تورونه لګوي. دواړه خواوې د غرب لاسپوڅي او کرایي مزدوران دي. نوې ډرامه شروع ده چې دا لاعلمه او بې چاره اولس یې بیا ښکار دی. اوس نړۍ بیا په افغانستان کې د داعش شتون ته ګوتې نیسي او طالب ځان هیرو کړی چې هیڅ خبره نشته خو د روس حمله یې شروع او په یو څو نورور هیوادو کې به هم داسې حملې کیږي. طالب به څادر وڅنډي او مړه ګیډه به لاړ شي او ملت خو هسې هم غرق دی نور به هم برباد شي.

  4. که هر څوک دا انتقاد وکړی چی طالب د پاکستان لاس پوڅی دی صحیح ده ولی د راکټیار ځوې او يا په خپله راکټیار دا خبره کوی نو دا ډیر دشرم او بی حیایې ځاې ده ګلبدین په سلګون واری ویلی چی پاکستان ماته له افغانستان نه ګران ده دا دقدرت لیونې د افغانستان پروا نلری صرف دالرو ګټل او د ای اس ای خدمت راکټیار ته اولیت لری

  5. ټالبان باید د ګلبدین حکمتیار له سرنوشت نه پند او عبرت واخلي .
    هغه یو وخت د افغانستان بېچاره او مظلوم ملت سره جفا وکړه . افغانان یې د نورو د ګټو لپاره قرباني کړل . ښوونځي یې وسوځول ، ښوونکي یې شهیدان کړل . لویې لارې ، روغتونونه ، دولتي ودانۍ ، ښارونه او عسکري تاسیسات یې وران او تجهیزات یې کباړ کړل. ده هم لکه احمدشاه مسعود او رباني د ټول افغان ولس او ملت شتمني خپل بادار پنجاب ته سوغاتونه او ډالۍ ولیږلې .
    دادی نن بېچاره لکه مولۍ یوازې او مظلوم پاته دی .
    ټالب باید خپلو کورنیو کړو وړو ته له سره کتنه وکړي . له افغان ولس سره په عدالت ، انصاف او د اسلامي ورورګلوۍ له اصولو سره مطابق رویه وکړي . له میم زرما ټوله دما او له الفه دوزران ، الفه دوزیراین او الفه دوه پېښ اون نه تېر شي . ټولو ته په درنه سترګه وګوري ، اساسي قانون ، ملي بیرغ ، ملي سرود ، ملي ارزښتونو ، تعلیم او ښوونځیو ، خصوصا د نجونو او ښځو تعلیم او کارته درناوی او احترام ولري . د سپین څادر اوکفن پرځای د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ باید اوچت کړي .
    اوکه د نورو تاریخ تېرشویو په شان یکه تازي وکړي ، بیا به د تور پنجاب د کډوالۍ محتاج وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب