جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجنرال مک کنزي: داعش له افغانستانه پر امریکا او لویدیز د برید...

جنرال مک کنزي: داعش له افغانستانه پر امریکا او لویدیز د برید تابیا نیسي

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۳ مه) د امریکا د مرکزي ځواکونو پخوانی قومندان جنرال مک کنزي خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه د پياوړتیا په حال کې ده او له دغه هېواده پر امریکا او لویدیزو هېوادونو د بریدونو تابیا نیسي.

نوموړي له ای بي سي تلویزون سره د تازه مرکې پر مهال دا هم ویلي، چې یاده ډله په افغانستان کې تر فشار لاندې نه ده.

د هغه په وینا، د دې ډلې لخوا نه یوازې روسیه؛ بلکې امریکا او نور لویدیز هېوادونه هم د بریدونو له خطر سره مخامخ دي.

مک کنزي، زیاته کړې چې پر دغو هدفونو د بریدونو په اړه د داعش خراسان څانګې خبرداری نه باید بابیزه وګڼل شي.

 په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

په مسکو کې د کنسرتونو پر یوه هال له برید وروسته، چې لسګونه تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله او مسوولیت یې داعش ډلې ومانه؛ د فرانسې ولسمشر وویل چې د هېواد ځواکونو یې په خپله خاوره کې د داعش د بېلابېلو بریدونو هڅې ناکامې کړې دي.

له څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور د زیاتیدو او پراختیا په تړاو د لویدیزو هېوادونو د چارواکو او رسنیو څرګندونې زیاتې شوي، خو طالب چارواکو رد کړي او د دوی خلاف او د داعش په ګټه تبلیغات یې ګڼلي دي.

طالبانو ته منسوبو رسنیو بیا په کندهار کې د وروستي ځانمرګي برید تر شا د پاکستان د لاس لرلو ادعا کړې ده.

د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی و.

2 COMMENTS

  1. GREAT GANRAL MAKENZY;GREETINGS
    HOW MANY YEARS YOU SPEND IN AFGHANISTAN.TERRORISM/ISIS/ALQAAEEDAH ARE IN PAKISTAN.
    IN PAKISTAN IS HUNDREEDS OF MADARESS AND TRAINING TERRORIST FOR AFGHANISTAN/INDIA AND WORLD
    AFGHANS ARE NOT TERRORIST,TERRORISM IS PRODUCE IN PAKISTAN,THIS IS ONE BUSINESS FOR PAKISTAN,
    AFGHANS ARE VERY TIRED FROM WAR,BUT HISTORICALLY STRONG NATION AND THEY WILL FIGHT AGAINST ANY POWER IF COME IN TO AFGHAN LAND
    THANK YOU

  2. General you fully know what’s going on here and aware of the root cause. Afghans have suffered a lot and that will be enough for you to play more filthy politics. We know your competitors are Russia, China and some others but instead of playing games it’s better to stand like men against them. Why you guys are involving poor afghans whom have no seen peace and stability in the last 55 years because of your country’s hypocrisy and double games.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب