Homeخبرونهغزني کې د چاودنې له امله د ۹ ماشومانو وژل کېدل

غزني کې د چاودنې له امله د ۹ ماشومانو وژل کېدل

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۳ مه) د غزني د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې ماین چاودنې ۹ ماشومان وژلي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د ځایي چارواکو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه چاودنه د یکشنبې ورځې په ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي: وژل شوي ماشومان ټول د ځدراڼو کلي اوسېدونکې وو چې پنځه تنه یې نجونې او څلور نور یې هلکان وو چې عمرونه یې له څلورو تر لسو کالو پورې وو.
طالب چارواکي وایي، دغه ماین د روسانو له وخته پاتې وو چې پر دغه ماشومانو یې چاودنه کړې ده.
دوی نه دي ویلي، چې دغه ماشومان ولې پر یاد شوي ماین برابر او د مرګ پېښې سره مخ شوي دي؟
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین شدید شوی، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې ماشومان د زړو اوسپنو ټولولو او شاقه کارونو ته اړ وتي.
په دې ترڅ کې، ډېر ځله ماشومان پخوانیو ناچاوده توکو ته د کباړ په نوم پلورلو لپاره یې برابر شوي، چې د سختو مرګ ژوبلو سبب شوی یې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...