یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهم.م: په ۳ میاشتو کې تر ۸۳ ډیر افغان کډوال له ایرانه...

م.م: په ۳ میاشتو کې تر ۸۳ ډیر افغان کډوال له ایرانه خپل هیواد ته ستانه شوي

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۳ مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د تنطیم اداره، اوچا وايي، د سږ کال (۲۰۲۴) له پیله تراوسه پورې له ایران څخه ۸۲ زره ۹۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د اوچا پر اساس، د دې شمېر راستنو شویو کډوالو په منځ کې ۴۳ سلنه ماشومان دي.

د تېر کال د ورته مودې پرتله سږ کال له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو شمېر په سلو کې ۲۰ ډېر دی.

تېر کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر پایه ۶۶ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي وو.

له بلې خوا د افغانستان د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت له شمېرو سره سم د مارچ له لومړۍ تر ۳۰ پورې له ایران څخه کابو څوارلس زره افغان کډوال یا په خپله خوښه یا په زروه افغانستان ته راګرځېدلي دي.

د مهاجرت نړیواله اداره یا آی او ایم وايي په سلو ۳۲ افغان کډوال د اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته تللي وو.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ تر یو نیم زر ډېر افغان کډوال له ایران څخه په زور او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه کښلي، ۱۵۲۱ تنه کډوال پرون د اسلام کلا له لارې خپل هیواد ته راورسیدل.

د دغه وزارت پر اساس، په راستنو شویو کې ۳۴ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په هرات کې (وار چایلډ) موسسې ته سپارل شوي چې د هغوی د کورنیو د غړیو تر موندل کېدو پورې یې وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب