تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي، یو تن یې په دې تور نیولی چې خور یې بل ورور وژني او ده یې فلم اخیستی دی.
۲۲ کلنه ماریا بي بي د مارچ په ۱۷ مه د پنجاب ایالت په توبه ټیک سینګ کې د خپل ورور محمدفیصل له لوري د خپل پلار مخ ته ووژل شوه.
پولیس وايي چې د فیصل بل ورور، شهباز په دې تورن دی چې د خپلې خور د وژنې ویډیو یې اخیستې ده.
په دې ویدیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې ده، لیدل کېږي چې فیصل خپله خور پر تخت پرې ایستلې، له ستوني یې نیولې او سا یې ورتربتوي، فیصل تر هغو د خپلې خور ستونی کلک نیسي چې د هغې سا پرې کېږي. له قتله وروسته د فیصل پلار هغه ته د اوبو بوتل ورکوي چې ویې څښي.
دوی د ماریا مړی سمدستي خښوي، خو پولیس د مارچ په ۲۴ مه د دې قضیې په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دوسیه درجوي او بیا د ماریا قبر پرانیزي. د عدلي طب معلومات ښيي چې ماریا په طبیعي مرګ نه ده مړه شوې او د غاړې هډوکي یې مات شوي دي.
د ځايي پولیسو مشر عطاالله وویل چې د ماریا پلار ستار او فیصل یې فوراً ونیول خو شهباز یې پرون (شنبې) ونیوه.
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې فیصل او شهباز پر خپل جرم اعتراف کړی دی. فیصل ادعا کړې چې خپله خور یې څو ځلې لیدلې وه چې له یوه نابلد سړي سره د ویډیو چټ له لارې خبرې کولې.
د شهباز له لوري ثبت شوې ویډیو هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.
په ثبت شوې ویدیو کې د شهباز مېرمن هم لیدل کېږي، پولیسو هغه هم نیولې ده.
په پاکستان کې هر کال د نارینه وو له لوري سلګونه ښځې د ناموس په نوم وژل کېږي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کې د ناموس په نوم ۳۱۶ جنایتونه ثبت شوي وو، خو په اصل کې دا ډول پېښې تر دې خورا ډېرې دي مګر اکثره پېښې د بدنامۍ او د قانون منګولو ته د قاتلانو د نه ورتلو په خاطر پټې ساتل کېږي.