جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبهرنیو دیپلوماتانو ته د مولوي کبیر مېلمستیا او ورسره د ځینو غوښتنو...

بهرنیو دیپلوماتانو ته د مولوي کبیر مېلمستیا او ورسره د ځینو غوښتنو شریکول

تاند (  یکشنبه، د حمل ۱۹ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير تېر ماښام په سپیدار ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو او دیپلوماتانو سره د روژه ماتي پر مهال له دوی څخه خپلې ځینې غوښتنې شریکې کړې.

 مولوي کبیر د دې ناستې پر مهال بهرنیو دیپلوماتانو ته خپل رژیم اقتصاد محوره ګڼلی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیڅ کوم هېواد ته ګواښ نه پېښیږي.

نوموړي له ډېرو جزیاتو پرته ادعا کړې، چې په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی دی.
دغه طالب مقام ویلي: داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، موږ دغه ډله په افغانستان کې ځپلې ده او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
د طالبانو د رياست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، هغوی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې د افغانستان پراخې سیمه ییزې اړیکې او تعامل،د بنسټيزو او پراختیايي چارو ترسره کول، د نشه يي توکو او فساد پای ته رسېدل او د سرتاسري امنیت تامينېدل ورته، د منلو نه دي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې په اجباري ډول دې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصله مندۍ کار واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب