جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د داعش ډلې د خطرونو په اړه د خوشال سادات...

افغانستان کې د داعش ډلې د خطرونو په اړه د خوشال سادات ارزونې

تاند (  یکشنبه، د حمل ۱۹ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مشهور جنرال خوشال سادات په یوه تازه تلویزوني مرکه کې، په افغانستان کې د داعش ‌ډلې د فعالیتونو او خطرونو په اړه خپلې ارزونې شریکې کړې.

نوموړی، چې په پرځیدلي جمهوري نظام کې د ځانګړو ځواکونو قومندان او دغه راز د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست مرستیال پاتې شوی وویل: داعش ډله له واکمنو طالبانو سره د دښمنۍ اړیکې لري او طالبان په هره ممکنه بڼه د دغې ډلې د ځپلو هڅه کوي.

سادات له دې سره، طالب رژیم ته له داعش ډلې سره مبارزه ستونزمنه ګڼي او وایي دوی د جمهوري نظام پرمهال د امریکا او ناټو له پراخ استخباراتي او هر اړخیز ملاتړ سره، سره د داعش ډلې په ځپلو په اساسي ډول نه توانیدل او اوس خو طالبانو ته له هغسې منظم ملاتړ لرلو پرته مبارزه ډېره ستونزمنه ده.

د جنرال سادات په باور، داعش ډله په خپلو طراحانو کې داسې کسان لري چې له عصري ټیکنالوژیکو وسایلو د استفادې وړتیا لري.

د ده په وینا، د داعش ډلې فعالان د خپلو پېچلو عملیاتو د پلانولو لپاره ان د ماشومانو له ګېمونو څخه د همغږۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، چې د امریکا د استخباراتو په شان لوریو ته یې هم تشخیص او مخنیوی ستونزمن شوی.

دغه پخوانی افغان جنرال زیاتوي، چې په افغانستان کې د یوه مسوول او ځواکمن دولت په نه موجودیت کې له داعش سره هر اړخیزه مبارزه ستونزمن او ان ناشونی دی.

هغه په عین حال کې ادعا کوي، چې امریکا د طالبانو رژیم سره د داعش ډلې د ځپلو په برخه کې همکار دی او د بشري مرستو په نوم افغانستان ته استول کېدونکې اوونیزې ډالري بستې اصلاً د داعش د ځپلو لپاره طالبانو سره د امریکا مالي مرسته ده.

طالب چارواکو مخکې ورته څرګندونې رد کړي او ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او د بیا پیاوړتیا خبرونه یې د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو بې اساسه تبلیغات دي.

یو شمېر څارونکي بیا د داعش ډلې خلاف د طالبانو فعالیتونه د پام وړ ګڼي، خو د طالب پلویانو په شان دوی هم باور لري چې د داعش ډلې تر شا پاکستاني استخبارات لاس لري او اوس د دوی په مرسته پر افغانستان د طالبانو واکمن شوی رژیم هم د خپلو ګټو لپاره ننګول غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب