یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بیا پاشل کېدو په اړه د عمران خان خبرداری

د پاکستان د بیا پاشل کېدو په اړه د عمران خان خبرداری

تاند (  یکشنبه، د حمل ۱۹ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په یوه تازه پيغام کې په ضمني ډول د دغه هېواد د پاشل کېدو خبرداری ورکړی.

نوموړي د پاکستان په اډیاله زندان کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د ختیځ پاکستان د پېښې په شان بله پېښه په رامنځته کېدو ده.

هغه دا هم ویلي، چې هغه مهال له شېخ مجیب الرحمان سره د ګټلو ټاکنو پایلې ونه منل شوې، چې پایلې یې ټولو ولیدې.

شېخ مجیب الرحمان له پاکستان څخه د بنګله دېش د جلا کېدو موسس و.

هغه په 1971  کې د پاکستان ټاکنې وګټلې، خو د وخت واکمن جنرال یحیی خان ورسره پایلې ونه منلې او مجیب الرحمان یې په غبرګون کې له پاکستان څخه د بنګله دېش د جلا کېدو مبارزه او جګړه وکړه.

عمران خان په دومره روښانه ټکیو دا قضیه نه ده بیان کړې، خو اشاره یې همدې تاریخي پېښې ته وه.

هغه، چې له واکه د ګوښه کېدو او بندي کېدو تر قضیې یې ټولو کې د پاکستان پوځ او استخبارات ښکېل ګڼي، ادعا کوي چې په لوی لاس دی او ګوند یې څنډې ته شوي او دا کار به په لویه کچه د پاکستان له برخلیک سره لوبې کول وي.

د پاکستان واکمن حکومت، چې د عمران خان پرځونکی او مخالف دی، د هغه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم دوی سره د پاکستان ناندریزو اړیکو ته په یوه تبصره کې خبرداری ورکړی و، چې د پاکستان روان چلند به د دغه هېواد له واکمنۍ څخه د بنګله دېش د قضیې په شان د پاکستان د بیا ټوټه کېدو سبب شي.

د ستانکزي اشاره ډیورنډ فرضي کرښې ته وه، چې د طالبانو د رژیم په ګډون اکثریت افغانان یې پاکستان سره رسمي سرحد نه ګڼي او وايي آخر به دغه کرښه له منځه وړل کیږي او لر و بر افغانان به سره یو شي.

2 COMMENTS

  1. IF PASHTOONS LEADERS BECOME UNITED AND LITTLE BECOME READY /NOW IS BEST TIME FOR FREEDOM
    PASHTOONS MUST GET FREEDOM,STOP CHAUKIDAREY/STOP WORKING FOR ARAB IN MIDDLE EAST.
    MASHAL KHAN TAKKAR/MANZOOR AHMAD KHAN WAZEER/ WAZEER TRIBS/MASOOD TRIBS AND ALL LAR AW BAR NEED TO WEAKUP.
    PASHTOONISTAN FREEDOM IS AVAILABLE NOW
    FREE POKHTOONISTAN
    PALASTIN WILL GET FREEDOM WHY YOU NOT

  2. ترڅو امریکا وي دا خبره هوايي ډوزی دی ځکه لومړی ځل عمران خان هم د پوځ له لوري په قدرت ورسیده او بیرته د پوځ له لوري لیری شو
    پدې کې کمه او زیات خبره نشته پاتې شو پآکستان تجزیه دا خو خپله امریکا کولی شي ځکه پآکستان پوره وړی ده کله چې پاکستان قرض ادا کولو کې پاتې راغی نو امریکا به یی آتوم ترینه واخلی او قرض کې به مجرا شي (آبی مړه تبه شکیدلی)
    بیا تجزیه هم آسانه ده او آټک ګټل هم موږ ته ستونزمن نده خو چې پلان ولرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب