سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد ایران لخوا داعش سره د تړاو په تور د احمد مسعود...

د ایران لخوا داعش سره د تړاو په تور د احمد مسعود د ۳ پلویانو نیول او انګېرنې

تاند (  یکشنبه، د حمل ۱۹ مه) ایراني رسنیو پرون خبر ورکړی، چې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د یوې جنګي ډلې مشر( مقاومت ملي جبهې) ۳ غړي یې داعش سره د تړاو په تور نیولي.

ویل شوي، چې په نیول شویو کې ۲ تنه یې په بغلان کې د یادې ډلې د یوه وژل شوي قوماندان خیرمحمد خیرخواه زامن دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه یو شمېر یې تازه له تاجکستان څخه ایران ته تللي وو.

د مقاومت ډلې ځینو پلویانو ویلي، چې دغه کسان د ناسمو معلوماتو له مخې نیول شوي او دوی هلته د خپلې مور په جنازه کې د ګډون لپاره له تاجکستان څخه ایران ته تللي وو.

مقاومت ډلې په رسمي ډول د دې موضوع په اړه نظر نه دی څرګند کړی

ځینو نورو سرچینو ادعا کړې، چې د دغو کسانو د نیول کېدو تر شا د طالبانو د رژیم فشار دی، ځکه د دوی په باور، طالبانو ایران ته شرط ایښی چې د وسله والو مخالفو ډلو پر ضد به یې استخباراتي همکاري د مقاومت ډلې د مهارولو په بدل کې کوي.

یو شمېر نورې سرچینې بیا باور لري، چې د مقاومت جبهې ځینې غړي امکان لري د طالبانو خلاف داعش سره یو ځای شوي وي.

یو ځل په فرانسه کې د دغې جبهې د پلویانو لخوا یوه جوړه شوې غونډه کې یوه کس، چې د طالبانو خلاف یې توندې خبرې کولې، له طالب ضدو فعالانو غوښتي وو چې حتا داعش سره باید د طالبانو د رژیم خلاف یو ځای شي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د ایران لخوا د مقاومت جبهې د یادو غړو نیول کېدو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې چارواکو بیا- بیا له ټولو هېوادونو غوښتي وو چې د دوی خلاف د وسله والو او نورو هڅو فعالانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د مقاومت جبهې دوه دفترونه په ایران کې فعال وو، چې ښکاره یې د طالبانو خلاف د غوندو او فعالیتونو خبرونه ورکول کېدل.

اوس ګومان دا دی، چې پر دغو دفترونو به هم محدودیتونه زیات او ممکن ورسره د ایران او مقاومت ډلې اړیکې ترینګلې شي.

2 COMMENTS

  1. بیله کوم شک نه په اصطلاح مقامت شورا چی ټوله یې له غلو اختطافګرو او د افغانستان ضد خلکو نه جوړه ده صرف دا درې کسه نه بلکی ټول غړی د داعش سره همکاری لری و اتیا فیصده یې د داعش غړې دی دا دنیا ته معلومه ده چی داعش د سې ای یې له خواجوړه ډله ده او امریکا دخپلو موخو لپاره له همدی بی دینه ډلې کار اخلی چی اصلی مرکزیت یې پاکستان ده او ای اس ای له خوا ساتل کیږې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب