سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+انسان وزمه روباټ چې خبرې کوي

انسان وزمه روباټ چې خبرې کوي

تاند – د چین (UBTech) کمپنۍ د یوې بلې کمپنۍ په همکارۍ داسي انسان وزمه روباټ جوړ کړی چې هم خبرې کولی شي او هم استدلال.

دغه چینايي شرکت په ۲۰۱۲ م کال په شین ژین کې جوړ شو او خپل لومړنی روباټ یې څو کاله وروسته نندارې ته وړاندې کړ. هماغه روباټ یې، چې الفا نومېده، د لوبو د یوې وسیلې هومره کوچنی و.

په ۲۰۱۷ کې یې بل روباټ چې (Dobi) نومېده وړاندې کړ.

(UBTech) کمپنۍ اوس یو غټ روباټ جوړ کړی چې د انسان په اندازه دی. د دې روباټ نمونه یې د ۲۰۱۸ کال د الیکترونیکو وسایلو په نندارتون کې ښکاره کړې وه.

دا روباټ (Walker S) نومېږي او تېر کال په هانګ کانګ کې هم وښودل شو خو اوس دې روباټ خپل مهارتونه وښودل. Walker S وسایل له مځکې پورته کولی او قاتولی شي او همداراز له خپلو ورته روباټونو لکه (Figure .1، Eve , Phonix) سره خبرې کولی شی.

دا روباټ، چې په مصنوعي ذهانت سمبال دی، پوښتنې ته هومره ژر ځواب وايي لکه څومره چې چټ جي پي ټي یې وايي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب