سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهمشهور ژورنالیست عبدالحمید مبارز وفات شو

مشهور ژورنالیست عبدالحمید مبارز وفات شو

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۹ مه۹ د افغانستان یو پخوانی ژورنالیست او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز نن (یکشنبې) د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

د ده لور نیلاب مبارز پر خپله فیسبوکپاڼه د پلار مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي چې جنازه به یې نن د کابل په قول ابچکان کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالحمید مبارز د ژورنالیزم ترڅنګ یوه موده د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین و.

ده همداراز د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشري او د باختر خبري اژانس ریاست هم کړی دی.

مبارز په ۱۹۳۲ م کال زېږېدلی او د ثور له کودتا وروسته فرانسې ته کډوال شوی و. دی په ۲۰۰۲ کال بېرته هیواد ته راستون شو.

عبدالحمید مبارز څو کتابونه او ګڼې علمي – کلتوري مقالې لیکلي دي.

2 COMMENTS

  1. الله رب العالمین دې وبښي! مرحوم مبارز ډیر پاک، په وطن مین، ملت ته خدمتګار، ریښتینئ او حقیقت لیکونکئ مؤرخ ؤو.
    روح دې ښاد او جنت دې ابدي مکان وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب