جمعه, مې 3, 2024
Home+دهله او جمعي خوشالي | غني حسن

دهله او جمعي خوشالي | غني حسن

په کندهار کې ټول خلک په خاص ډول ځوانان د دهلې پارچاو (د کاسې ډکېدو او چړپېدو) ته سخت خوشاله دي، او دا هر کال چې د ژمي په اخر او د پسرلي په لومړنیو میاشتو کې پارچاو کېږي، نو د دې اوبو سره نه یوازي ډېرې سیمې اوبه سي بلکې، د مځکې د سطحي اوبه هم راپورته سي، تر دې ور هاخوا ته په ځوانانو کې یو شور جوړ سي او د میلې وچ ځای په لوند، ښکلي او شین‌ګیا بدل سي، هم رنګونه وزېږوي،  او هم د سیاحت برخه غني کړي او هم د خوشالۍ احساس راپورته کړي، دلته نو سړی پوه سي، چیري چې اوبه وي هلته ژوند، خوشالي پرمختګ او حتی تمدنونه وي، که د تمدنونو خبره کېږي نو د مصر، چین، او هند تمدنونه هلته رامنځته سوي دي، چیري چي اوبه وې، چیري چې کرهڼي او مالدارۍ ته اسانتیا وه. ښه به دا وي، چي د دهلې یوه لنډه پېژندګلوي تر اصلي بحث مخکې وړاندي سي:

د دهلې بند لنډه پېژندنه

د کندهار ښار د شمال شرق خواته په ۴۰ کیلو میترۍ کې پروت د دهلې بند د افغانستان له سترو بندونو څخه ګڼل کېږي، یاد بند ته د ارغنداب بند هم وايي، دغه بند د کندهار ولایت د ۷ ولسوالیو زراعتي ځمکې خړوبوي او کندهار ښار ته د څښاک اوبه برابروي، دغه بند شاوخوا ۷۰ کاله مخکې د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته جوړ سوی دی. هغه وخت دهلې بند له خاورو څخه جوړ سوی و، خو وروسته یې بیا رغنیزې چارې بشپړه سوې، دغه بند ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږدوالی لري. د دې تر څنګ ۶ کوچني بندونه د بند غربي اړخ ته هم جوړ سوي دي، چي د اوبو سطحه لوړه کړي. په دې ترتیب د بند ټول اوږدوالی ۲۰۴۰ مترو ته رسېږي. پرچاوه یې په کلکه ډبرینه برخه ډیزاین سوې ده، چي اضافي اوبه لاندې خوا ته پرېږدي. د کرنې اوبه د بند له ټیټي برخې څخه د دروازو په مرسته کنټرولېږي. یاد بند په مجموعي ډول ۴۷۸،۶ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي؛ خو تر ۷۰ کلونو په تېرېدو یې ۳۴٪ زېرمي څخه زیاته برخه یې له خاورو ډکه سوې ده. له همدې امله دولت باید یاد بند څو متره لوړ کړي، چي د اوبو د زېرمي کچه یې ډېره او تر ۳۰- او ۵۰ زیاته مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت پیدا کړي. د دهلې بند اوبه په شاوخوا سیمه کې۶۴۰۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، اوس یوازي څو میاشتي کروندګرو ته اوبه ورکولای سي او نوره کاسه وچه سي. ماخذ: د اوبو او انرژۍ وزارت له ویبپاڼي څخه.

زه په تخنیکي ډول ډېر نه ورباندي پوهیږم لوړ ځیني مالومات مي هم له انټرنیټ او بېلابېلو پاڼو دلته رااخیستي ول، د لوستونکو د لا مالوماتو لپاره، په تخنیکي لحاظ که توجه ورته وسي د کرني، برق، سیاحت او د چښاک د اوبو لپاره به بهترینه او ښه منبعې وي، هم به ژوند وي او هم به د ددې ولس جمعي خوشالۍ چانس زیات وي، یاد بند ته د کندهار ښار او نورو ولایتونو څخه سلګونه سیلانیان هره ورځ د سیل او تفریح لپاره ورځي، که توجه نه وي، نو لکه د نړۍ په سطحه چي مو د بودا د مجسمې سیلانیان له لاسه ورکړل ، بلکې د دهلې د بند داخلي او خپله د ښار د سیاحت برخه به مو هم مسدوده کړې وي.

جمعي یا د ټولو خوشالي څه شي ده؟

چیري چي خلک د یو بل د لیدلو، د د ډېرو خلکو د شرکت کولو یا هم کلتوري، مذهبي، موسمي او ملي جشنونو کې د ګډون هڅي کوي، یا هم ویلای سو، چي د خپلو تاریخي لمانځنو د ویاړونو د درناوي په پار راټولېدلو ته جمعي یا د ټولو خوشالي وايي، په ساده ډول که څوک د خوند اخیستلو لپاره سره یوځای کیږي او دا یوځای کېدل خوشالۍ زېږوي نو بس همدا جمعي خوشالي ده. دا پیښې اکثرا په کلتوري، ملي، مذهبي، موسمي او ورزشي او … نورو برخو کې اهمیت لري.

نړۍ‌وال یا په ټوله کې پرمختللي هېوادونه د خوشالۍ موقعې او فرصتونو ته د خپل ستراتیژیک پلان له مخي هر کال بودجه ځانګړې کوي او دا برخه ډکوي، تر څو خلک په سکون او ارام چاپيریال کې ژوند وکړي او د داخلي سیاحتي برخي څخه خپله دولت هم یو څه په لاس راوړي، چي په رواني لحاظ ولس یې روحي شکنجه نسي او خپل له هېواد څخه د وتلو اراده ونه لري، دا چي د مغزونو فرار رامنځته کېږي، یو فکټور په دننه هېواد کې د ازادۍ تر څنګ د رواني ارامښت نه وجود دی، افغانان اوس له ډېرو جمعي یا د ټولو د خوشالۍ د غونډو او جشنونو د لمانځلو څخه محروم دي، نو ځکه موږ د نړۍ په هغه هېوادونو کې د لیست په سر کې راځو چي تر ټولو خوابدي یا غمجن معرفي سوي دي، افغانانو د جمعي خوشالۍ د غونډو او جشنونو ځیني ډېر ډولونه درلودل چي ورځ تر بلي ورڅخه محرومېږي، هیله ده هر کلتوري جشن ته کار وسي، لکه په نوروز، اخترونو، مېلو او مېله ځایونو کې خلک د جمعي خوشالۍ څخه محروم نسي، په ټولنیزو خوشالیو کې له هر فرد او کورنیو څخه دا ټولنیزي خوشالي وانخیستل سي لکه په کوزدو، ودونو، سالګرو او نورو ….

دا میلې، غونډي او جشنونه د ټولنیزو اړیکو په ټینګولو، د کلتوري میراثونو په ساتلو او د ګډونوالو لپاره د یادولو د هغوی د خوشالۍ ساتلو او ډېرو وړ تجربو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي. زموږ د فرهنګي مېلو، جشنونو رنګارنګي په بې ساري ده. د هغي ورځي په هیله چي جمعي خوشالۍ د ازادۍ په فضاء کې ولمانځو! وطن او افغاني کلتور دي اباد وي. د دهلې بند په ګوګل مېپ یا نقشه کې پر دې لاندي ادرس ښه کتلای او موندلای سئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب