شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د افغان جمهوري نظام یو استخباراتي کس وژل شوی او ۳...

پاکستان: د افغان جمهوري نظام یو استخباراتي کس وژل شوی او ۳ امنیتي کسان نادرکه دي

تاند (یکشنبه، د ثور دویمه ) په پاکستان کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د منسوبینو پر ضد د ترور او نادرکۍ د تازه پېښو خبرونه ترلاسه شوي.

د راپورونو له مخې،  د تخار ولایت اوسېدونکی او د ملي امنیت پخوانی سرتېری سید نور چې شل ورځې وړاندې له ایران څخه پاکستان ته راغلی و، د ثور په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ د پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې ووژل شو.

په ورته وخت کې د افغان کډوالو یوې ډلې ویلي: د بلخ ولایت اوسیدونکي حاجي عبدالواحد رسولي او حاجي نسیم او د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ اوسیدونکی سید حرمت الله د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې لادرکه شوي او د دريو  ورځو په تیریدو هم د دوی د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

پاکستاني چارواکو د دې پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.

یادو پېښو پاکستان کې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي.

تېره اوونۍ، د پاکستان تر ولکې لاندې د کوټې په یوه سیمه کې د طالبانو د رژیم د مشر ملا هبت الله اخوند زاده یو نږدې سلاکار محمد عمر جان اخوند زاده هم په مرموز ډول ووژل شو.

د هغه په اړه پاکستاني رسنیو ادعا کړې، چې د پاکستان تابعیت یې هم درلود.

څه موده مخکې پاکستان کې د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش هم له یوه وسله وال برید سره مخ شوی و، چې پکې ټپي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب