Homeخبرونهخوست کې له تښتونکو د یوه ماشوم ژغورل کېدل

خوست کې له تښتونکو د یوه ماشوم ژغورل کېدل

تاند (یکشنبه، د ثور دویمه )د خوست د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو د دغه ولایت په اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی دی.

د دوی په وینا، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پرون د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په حسن زیو کلي کې یو ماشوم چې د خوست ښار له ماټي خان مارکېټ څخه تښتول شوی و د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی  دی.

سرچینې زیاته کړې چې انسان تښتوونکي له سیمې تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي.

په ورته وخت کې طالب چارواکو د ډېرو تښتول شویو کسانو د خوشې کېدو او د تښتونې په تور د ځینو خلکو د نیولو خبر ورکړی.
اقتصادي ناورین، بې کاري او دغه راز د طالبانو په رژیم کې د مسلکي پولیسو او امنیتي ځواکونو تشه د جنایي جرمونو د زیاتیدو عمده لاملونه ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...