جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ریلګاډي په وسیله ترکیې ته د افغانستان د صادریدونکو تیږو مخه...

د ریلګاډي په وسیله ترکیې ته د افغانستان د صادریدونکو تیږو مخه نیول شوې

تاند (یکشنبه، د ثور ۲ مه) ایران له افغانستان څخه ترکیې ته د ریلګاډي په وسیله د کاني تیږو د صادرېدو مخه نیولې ده.

د ایران ایلنا خبري اژانس نن (یکشنبې) راپور ورکړ چې ایرانی چارواکي د افغانستان پولې ته څېرمه د روزنک په تمځي کې هغه ریلګاډي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې چې ټاکل شوې وه له افغانستان څخه د تالک تیږې ترکیې ته یوسي.

پرون د افغانستان د ریللارې ادارې اعلان وکړ چې په لومړي وار یې د ریلګاډي په وسیله  د ایران له لارې ۱۰۰۰ ټنه معدني تیږې ترکیې ته صادرې کړې.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي و چې د ترکیې مرسین ښار ته د دغو تیږو د لېږلو لپاره د روزنک د ریلاګاډي په تمځي (سټېشن) کې د ریلګاډي په وسیله د صادراتو د پیل په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه چې د هرات د ریللارې ادارې د رييس ترڅنګ، د دغه ولایت د اطلاعاتو اوکلتور، سوداګرۍ او پانګونې خونو رییسانو او یو شمېر کورنيو او بهرنيو پانګوالو پکې ګډون وکړ.

خو اوس څرګنده نه ده چې ایراني چارواکو ویلي د دې ریلګاډي د تګ مخه نیولې ده.

ایلنا خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي چې ښايي ایراني چارواکو د دې ریلګاډي د تګ مخه په دې خاطر نیولې وي چې د ریلګاډي جوړوونکي قراردادي کنسورشیم ته یې خپل پور نه دی ورکړی.

ویل کېږي چې د ایران حکومت د قراردادي کنسورشیم پوروړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب