جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهچین له پنجشېر څخه کابل ته د څښاک اوبو د لېږد پروژه...

چین له پنجشېر څخه کابل ته د څښاک اوبو د لېږد پروژه مخته وړي

تاند (یکشنبه، د ثور دویمه ) د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې د دغه وزارت او د چین هېواد د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیمونو له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د مسیر څخه د لیدنې او ارزونې په موخه پنجشېر ولایت ته سفر کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت او د چین هېواد د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیمونو د بازارک سیندیزې فرعي حوزې له طالب رئیس مولوي فضل الله عادل او د پنجشېر له طالب والي حافظ محمد آغا حکیم سره کتلي او له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې په هکله یې خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.

د پنجشېر والي ورغلیو تخنیکي ټیمونو ته د یادې او د ولایت په کچه د نورو اړوندو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

د پنشجیر له سین څخه کابل ښاریانو ته د څښاک د اوبو د برابرولو طرحه تېر جمهوري حکومت په ۲۰۱۲ کې طراحي کړه او د ۲۰۲۰ کال له بودجې څخه یې شاوخوا ۴ میلیون ډالره ورته ځانګړي کړل. د جمهوري حکومت د پلان پر اساس به د کال ۱۰۰ میلیون مترمکعب اوبه کابل ته انتقالیدې.

د تېر لمریز کال (۱۴۰۲) د اسد په ۲۶ مه د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د پلانونې ريیس انجینیر رفیع الله ستانکزي ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې ویلي و چې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو د پروژې د ډیزاین کار بشپړ شوی او ژر به دا پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شی.

اوس معلومه نه ده، چې یاده پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې او که په بله بڼه چینایي شرکت ته سپارل شوې ده.

مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږدولو پروژه به ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی ولري، چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پيل او د کابل په تره خېلو سيمه کې پای ته رسېږي.

په کابل ښار کې کال په کال تر مځکې لاندې اوبو اندازه کمیږي او په یو شمېر سیمو کې خلک مجبوره شوي چې له أطري ځایونو څخه اوبه راوړي.

4 COMMENTS

  1. په کال کی ۱۰۰ میلیارد لیتره پاکی اوبه: ښه خبر او شه پروژه که عملی شی.
    د جمهوري حکومت د پلان پر اساس به د کال ۱۰۰ میلیون مترمکعب اوبه کابل ته انتقالیدې. د کابل ښار او د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو نفوس پنځه میلیون(۵۰۰۰۰۰۰) دی. نو د کابل هر اوسیدونکی ته به د ورځی شپږپنځوس (۵۶)لیتره اوبه ورسیږی.

  2. د پنجشېر د سیند اوبه که څه هم د کابل سروبی ولسوالی، د لغمان د قرغیو ولسوالی او د ننګر هار ولایت ځینی کرنیزئ ځمکی خړوبوی او هم د نغلو، ماهیفر او درونټی د بریښنا بندونو ته صدمه رسولی شی. خو نه پوهیږم چه په کومه فیصدی به صدمه ورسوی.

    • په دغه سیند کی په کال کی په منځنی ډول تر یو نیم میلیارد متر مکعب اوبه بهیږي. نو د هغې څخه د ۱۰۰ میلیونه متر مکعب راستنول په هغو سیمو کوم لوي تاثیر نشی لرلای. بله مهمه خبره داده چی د دغه اوبو ترڅنګ باید د کابل په ښار کی د اوبو د ریسایکل یا دوهم استفادی لپاره کار وشی تر څو اړتیاوی پوره شی.
      مننه

  3. د افغانستان د اوبو مدیریت
    جون 15, 2020 633 کتني

    لیکوال: رحمت الله همت
    اوبه هغه حیاتي منبع ده، چې انسانان پرته له اوبو څخه ژوند نه شي کولای. په نړیواله کچه د تیلو او نورو سون توکو څخه د اوبو ارزښت او قیمت لوړ دی. تیل او ګاز بدیل لري، خو اوبه بدیل نه لري، په خلیج او عربي هېوادونو کې د نفتي توکو پر نسبت د اوبو قیمت لوړ دی. له اوبو څخه د څښاک، کرنې، برېښنا تولید او ځینو نورو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي. په نړۍ کې د څښاک وړ او خوږو اوبو زیرمې کمې دي. افغانستان چې د خوږو اوبو پراخه زیرمې لري او د نه مدیریت له امله ګاونډیو هېوادونو ته وړیا ډول بهیږي.

    د افغانستان ۶۰ سلنه خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. افغانستان کابو ۸میلیون هکتاره د کرنې وړ ځمکه لري، چې اوسمهال کابو نیمایي برخه یې په سنتي او پخواني شکل کرل کیږي او پاتې نوره ځمکه شاړه ده او اصلي لامل یې د اوبو نشتوالی ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د اوبو او برېښنا وزارت شمیرو له مخې افغانستان کابو ۷۵میلیارد متر مکعبه د اوبو زیرمې لري، چې ۷۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد په داخل کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

    نړیواله کچه د اوبو فی متر مکعب قیمت تر ۲ ډالرو ټاکل شوی دی. ایران خپلې اوبه د لویې نللیکې له لارې پر عراق پلوري. خو ایران له افغانستان د هلمند سیند اوبه چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي، په وړیا ډول ترلاسه کوي. کچیرې افغانستان خپلې اوبه في متر مکعب په یو ډالر پر ګاونډیو وپلوري، نو د کال به ۵۰ میلیاره ډالر عاید د اوبو پلورلو څخه ترلاسه کړو.

    که د افغانستان پر اوبو بندونه جوړ شي، د ۲۲ میلیون کیلو واټه فی ساعت د برېښنا تولید ظرفیت لري. د افغانستان پر سیندونو د بندونو جوړولو سره هم اوبه مدیریت شي او همدارنګه د هېواد داخل کې به د برېښنا تولید ظرفیت لوړ شي.

    د ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو پر سر سیاسي شخړې، د اوبو مدیریت برخه کې متخصص انساني ځواک نشتوالی، پر اوبو د بندونو جوړولو ظرفیت او مالي امکاناتو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې افغانستان حکومت د خپلو اوبو مدیریت کې پاتې راغلی دی. خوشبختانه په دې وروستیو کلونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت هڅې پيل کړې دي، چې خپلي اوبه مدیریت کړي او پر ځینو بندونو باندې کار پيل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب