شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهداعش د کابل د پرونۍ چاودنې مسوولیت منلی

داعش د کابل د پرونۍ چاودنې مسوولیت منلی

تاند (یکشنبه، د ثور دویمه ) د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې په کابل کې د تېر ماښام د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

 داعش په خپل ټلګرام کې لیکلي، چې د هزاره وګړو پر موټر یې په دې چاودنه کې لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې په کوټه سنګي کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې موټرچلوونکی وژل شوی او درې نور ملکیان ټپیان شوي دي.

تېره میاشت د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې په کندهار کې هم د ځانمرګي برید مسوولیت منلی و.

په هغه برید کې چې د نوي کابل بانک پر څانګه شوی و، لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې داعش ډله په افغانستان کې ختمه شوې، خو نږدې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې د ګڼو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

له څه مودې راهیسې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېل نړیوال سازمانونه او د امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو خبره کوي، خو طالب چارواکي داسې ادعاوې بې اساسه ګڼي.

1 COMMENT

  1. داعش ماعش نشته دا هر څه طالبان پخپله کوي چې امریکا پرې ۴۰ میلونه هفتوارې ډالر بند نکړي. که ووایي چې داعش مو ختم کړ او هیڅ نشته نو بیا ډالر هم نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب