شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد اوبو حق ترلاسه کول؛ د کابل- تهران د اړیکو د پراختیا...

د اوبو حق ترلاسه کول؛ د کابل- تهران د اړیکو د پراختیا شرط

تاند (دوشنبه، د ثور درېیمه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د ایران د سفارت د سرپرست حسن کاظمي قمي له قوله ویلي چې دغه هېواد له افغانستان څخه د اوبو حق ترلاسه کول د طالبانو له رژیم سره د اړیکو د پراختیا لپاره مهم لامل ګڼلی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې قمي دا خبره د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال وکړه.

 ویل شوي، چې نوموړي له څه مودې راهیسې د هلمند سیند څخه د ایران سیستان ته د اوبو ور خوشې کېدو هرکلی او پر دوام یې ټینګار کړی.

 طالب وزیر بیا ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې له وروستیو ورښتونو سره وچکالي کمه شوې او په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه شوې.

د ده په وینا، له همدې امله د هلمند او نیمروز له سیندونو د ایران سیستان ته اوبه ور خوشې شوي.

 د ایران حکومت شاوخوا کال وړاندې له طالب رژیم سره د هغه څه له امله، چې له افغان خاورې دوی ته د حقابې کم پرېښودل یې ګڼل، توندې نیوکې کړې وې، تر دې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې اړه توند ګواښ کړی و.

طالب چارواکو بیا، ایران ته د اوبو پرېښودو کمیدل په افغانستان کې وچکالي او په سیندونو کې د اوبو کموالی باله.

دوی له دغه هېواد سره د اوبو د وېش په اړه د هلمند سیند د تړون پر عملي کیدو ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب